د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې افغانستان د مرکزي آسیا د امنیتي او اقتصادي راتلونکي یوه نهبېلېدونکې برخه ده، او د دې هېواد بیا رغونه د سیمې د ثبات کلیدي شرط ګڼل کېږي
ولسمشر میرضیایف په خپل نوټ کې لیکلي چې د سولې ټینګښت، اقتصادي همکاري او د سیمې د خلکو روښانه راتلونکی هغه وخت شونی دی چې افغانستان له کړاوونو ووځي او د پراختیا له بهیر سره یوځای شي. هغه زیاته کړې:افغانستان نه یو حاشیوي هېواد دی او نه هم د سیمې له بدني څخه جلا ټاپو؛ بلکې دا د مرکزي آسیا طبیعي او مهمه برخه ده. تر هغه چې د افغانستان ستونزې حل نشي، د سیمې امنیت، ثبات او پرمختګ هم نیمګړی پاتې کېږي
میرضیایف ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید د ګډو هڅو له لارې د افغانستان په اقتصادي احیا، سیمهییزو پروژو، ترانزیټي دهلیزونو او د خلکو د ژوند په ښهوالي کې فعاله ونډه واخلي
د ازبیکستان د ولسمشر دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د سیمې هېوادونه د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې د نوو همکاریو په لټه کې دي، او افغانستان د دغو ستراتیژیکو لارو د نښلونکي په توګه ځانګړی اهمیت لري
شنونکي باور لري چې د افغانستان پرمختګ د ټوله مرکزي آسیا لپاره د متقابل باور، اقتصادي ودې او اوږدمهاله ثبات مهمه دروازه پرانیستلی شي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
424
-
مقاله
49
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي