له پاکستان او ایران د افغان کډوالو د شړلو نوې څپه؛ په یوه ورځ کې له ۱۱ زرو زیات کسان هېواد ته ستون شوي
د طالبانو د کډوالو چارو اداره وايي چې په یوازې یوه ورځ کې له پاکستانه ۱۰ زره او ۲۵۳ او له ایران څخه ۳۸۴ افغانان په جبري یا نیمه اختیاري ډول ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي
راستانه شوي کډوال د تورخم، سپینبولدک، بهرامچې، اسلامقلعه او د پل ابریشم له پولو هیواد ته داخل شوي دي؛ هغه سیمې چې دا مهال د ستنېدونکو د ګڼې ګوڼې، بېسازمانۍ او درنو ستونزو شاهدې دي
په داسې حال کې چې د اخراجونو لړۍ ورځ تر بلې تیزېږي، مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د ژمي په نږدې کېدو سره د زرګونو بېسرو سامانیو کورنیو وضعیت د یوې بشري فاجعې بڼه خپلوي. ډېری ستنېدونکي خلک له هېڅ بنسټیزو وسایلو پرته را رسېږي – نه د اوسېدو خوندي ځای لري، نه د تودو جامو وس، او نه هم د خوړو کافي زیرمې
له بلې خوا، د طالبانو پر ادارې سختې نیوکې کېږي چې د افغان کډوالو د حقونو په خوندیتوب کې ناکامه پاتې شوې ده. د کډوالو د حقونو فعالان وایي چې د طالبانو د کمزوري دیپلوماسۍ او بېپلانې دریځ له امله ګاونډیان هره ورځ د افغانانو پر وړاندې سخت چلند ته زړه ور کېږي
کارپوهان ټینګار کوي چې که د نړیوالې ټولنې بېړنی ملاتړ او د کډوالو د حقونو د خوندي کولو واقعي اقدامات ونه شي، نو دا به د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او بشري وضعیت خورا درانه او اوږدمهاله اغېزونه ولري
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
429
-
مقاله
49
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي