د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ د «کشتوز» کلي شنې او ښکلې ځنګلونه له دوو ورځو راهیسې د سخت اور لمبو لاندې دي، خو لا هم دا اور نهدی کنټرول شوی
د عیني شاهدانو په وینا، دا اور د یکشنبې په ورځ (د عقرب ۱۸مه) پیل شو او تر اوسه یې پراخې سیمې لاندې کړې دي. د اور لمبې ورځ تر بلې لوړېږي او د شنو ونو، ځنګلي ژوند او چاپېریال لپاره یې جدي ګواښ رامنځته کړی دی
د سیمې اوسېدونکي د خپلو وسایلو او امکاناتو په زور هڅه کوي چې اور مړ کړي، خو د اوبو، ماشینونو او نورو تجهیزاتو د نشتوالي له امله یې هڅې تر اوسه بېنتیجې پاتې شوې دي
:یوه سیمهییز اوسېدونکي ویلي
موږ د خپل ژوند په خطر اچولو سره هڅه کوو اور مهار کړو، خو امکانات نه لرو، او که مرسته ونهشي، ښايي ټول ځنګل له منځه ولاړ شي
ځايي خلک له اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول د چاپېریال ساتنې او بیړنیو مرستو له مسوولینو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د اور د مهار لپاره اقدام وکړي، څو د نورستان طبیعي ښکلا او شنه شتمني له بشپړ نابودېدو وژغورل شي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
414
-
مقاله
49
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي