news اخبار فوری
clock

په کابل کې د سستو سکرو رسمي وېش پیل؛ د اماراتو شرکتونو لخوا نوې اسانتیاوې د خلکو لپاره

په کابل کې د سستو سکرو رسمي وېش پیل؛ د اماراتو شرکتونو لخوا نوې اسانتیاوې د خلکو لپاره

د اماراتو د شرکتونو عمومي ریاست په رسمي ډول په کابل ښار کې د سکرو د وېش بهیر پیل کړ، چې هدف یې د بازار د نرخونو څخه ټیټ قیمت کې د اړمنو کورنیو ملاتړ او د ژمي په یخنیو کې د خلکو ستونزو کمول دي

د دې پروګرام له مخې، اوس ښاري اوسېدونکي کولای شي سکرو ته په ارزانه او اسانه توګه لاسرسی پیدا کړي. چارواکو وویل چې وېش به په منظمه او شفافه توګه ترسره شي، څو ټولې کورنۍ د دې اسانتیا څخه برخمنې شي او د ژمي په موسم کې له تودوخې کمښت سره مخ نه شي

د اماراتو شرکتونو مسوولین ټینګار کوي چې دا طرحه د خلکو د ژوند د ښه‌والي لپاره اخیستل شوې او د اړتیا وړ مواد به په منظم ډول د ښاري سیمو ترمنځ وېشل کېږي. دوی همدارنګه وعده کړې چې په راتلونکو ورځو کې به د وېش د ساحې پراخوالی ډېر شي، څو نورې ولسوالۍ هم د دې پروګرام ګټې ترلاسه کړي

د کابل اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کړی او په دې باور دي چې دا به د ژمي په موسم کې د خلکو د ژوند د آسانتیا لپاره لوی ګام وي. د ښار اوسېدونکي هیله څرګندوي چې دغه پروګرام به په راتلونکو کلونو کې هم دوام وکړي او د نورو اړینو موادو په وېش کې هم ورته اسانتیاوې رامنځته شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto