د ایران د پارلمان غړی: بګرام د امریکایی سرتیرو لپاره پر ادیره بدلیدلی شی
-
احمد
03 میزان 1404
175
د ایران د پارلمان غړی: بګرام د امریکایی سرتیرو لپاره پر ادیره بدلیدلی شی
بریانیوز:( پنجشنبه۳ میزان) د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمیسیون غړی ابوالفضل زهره وند ګواښ کړی، چې بګرام هوايي اډې ته د امریکایي ځواکونو احتمالي راستنېد کولی شي د سیمې هېوادونو ګټې له خطر سره مخ او په افغانستان او ګاونډ هېوادونو کې د «ناامنۍ مرکز» رامنځته کړي.
زهرهوند، چې په افغانستان کې د ایران سفیر هم و؛ له ایراف خپرونې سره په مرکه کې ویلي، چې واشنګټن له بګرام څخه پر «بیړه وتلو» له کبله ناکام شو او اډې ته د بېرته راستنېدا هڅه د دغې ناکامۍ د جبرانولو هڅه ده.
د زهرهوند د څرګندونو له مخې؛ بګرام یو ژیوسټراټیژیک موقعیت لري او د روسیې، چین او ایران پر وړاندې د امریکا لپاره د «خنجر» په توګه کار کوي؛ دې موضوع د بیجینګ او مسکو ګواښ هم راپورته کړې دي.
هغه وړاندویېنه کړې، چې که تاوتریخوالی زیات شي؛ ایران، روسیه، چین، تاجکستان او ازبکستان به د امریکا له پالیسیو سره د ډغرې نوي پړاو ته ورننوځي.
زهرهوند خبرداری ورکړی:« که دا هېوادونه د امریکا په اړه جدي وي؛ نو بګرام د امریکایي سرتېرو لپاره پر ادیره بدلیدلی شي».
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې واشنګټن د بګرام اډې د بېرته نیولو هڅې پیل کړې دي. هغه دا ګواښ هم کړی، چې که بګرام امریکا ته ونهسپارل شي؛ نو «بدې پېښې به رامنځته شي».
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تحریک ویلي وه؛ د افغانستان د ځمکني بشپړتیا په اړه خبرې اترې ناشونې دي.
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
957
-
اخبار افغانستان
121
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF