پاکستان اوامریکا د افغانستان په شل کلن اشغال کی همغږی ول اوس هم له اظهاراتو معلومېږي چي اقدام به ئې په گډه وي
حکمتیار: پاکستان اوامریکا د افغانستان په شل کلن اشغال کی همغږی ول اوس هم له اظهاراتو معلومېږي چي اقدام به ئې په گډه وي
بریا نیوز:( یکشنبه ۲۰میزان) گلبدین حکمتیارد حزب اسلامی افغانستان مشر نن (یکشنبه دتلی د میاشتی۲۰) پخپل ایکس پانه د پاکستان د هوایی برید په غبرگون کی لیکلی:" پاکستان اوامریکا د افغانستان په شل کلن اشغال کی همغږی ول، د دواړو تر منځ پراخه او عملي همكاري وه او اوس هم د دوى له اظهاراتو، تحركاتو او ليدنو كتنو معلومېږي چي تصميم او اقدام به ئې په گډه وي."
ښاغلی حکمتیارزیاته کړی:"موږ عملاً د يوه بل تحميلي جنگ په درشل كي يو، دا ستره ملي قضيه ده، له هېواد، خپلواكي او ملي حاكميت دفاع د ټولو افغانانو وجيبه ده، بايد خپلمنځي اختلافات شا ته وغورځوو، پر يوه ټغر راټول شو او د ډاډمني دفاع لپاره ملي اجماع رامنځته كړو."
حکمتیارلیکلی:" د ملي اجماع په نه شتون كي به بيا له داسي نيابتي جگړي سره مخ شو چي مهار به ئې د پرديو په لاس كي وي او قربانيان به ئې افغانان، بايد خلكو ته وويل شي چي څه روان دي او د گواښونو په وړاندي څه كولو ته بايد چمتو شو؟"
هغه زیاته کړی:" دا گواښونه له موږ د ټولو هغو افغانانو گډ، معقول او عملي تصميم ايجابوي چي متحد او خپلواك افغانستان ته ژمن دي او د هيچا تېرى نه مني، تر نن وړاندي ئې د يرغلگرو مقابله كړې او په راتلونكي كي د هر يرغلگر د مقابلې هوډ او همت لري."
د حزب اسلامی افغانستان مشر د گاوندی هیوادونو د ناسالم رقابتونو په هلکه ویلی:" پرېنږدو رقيب هېوادونه له افغانستان د خپلو مخامخ او نيابتي جگړو او رقابتونو ډگر جوړ كړي، هند له پاكستان سره، ايران له عربي هېوادو او امريكا سره او امريكا له چين او روسيې سره خپلي جگړي او سياسي او اقتصادي رقابتونه زموږ هېواد ته راانتقال كړي."
ښاغلی حکمتیارد هغو کسانو په غندنه کی چه په دیرشل کاله کی د پردیو گټو لپاره د خپل ولس خلاف جنگېدلي او نن ئې بيا راتلو ته منتظر دي ویلی:" هغه چي پرون ئې له خپل ولس او هېواد سره دا خيانت كړى، د پرديو د گټو لپاره د خپل ولس خلاف جنگېدلي او نن ئې بيا راتلو ته منتظر دي، بلنه وركوي او دې ته كانديد چي د مخكي په څېر د بلي نيابتي جگړي كرايي جنگيالي شي، دوى بايد له نن وروسته د داسي څه ويلو او كولو هيڅ مجال او توان تر لاسه نه كړى شي."
حکمتیار په پای کی پرافغان مسلمان ولس غږ کړی چه خپل كورني او بهرني دوستان او دښمنان د خپلو ديني او ملي ارزښتونو او معيارونو له مخي وټاكي، هغه زیاته کړی:" افغانان بايد خپل كورني او بهرني دوستان او دښمنان د خپلو ديني او ملي ارزښتونو او معيارونو له مخي وټاكي، ماضي او تاريخي حقائقو موږ ته هم كورنى او بهرنى دوست راښودلى او هم دښمن، مطمئن يو چي افغان مؤمن او هوښيار ولس د دوست او دښمن په پېژندو كي نور اشتباه نه كوي، پرون ئې د دښمنانو توطئې شندې كړې او د استقلال او آزادۍ لپاره ئې بې دريغه قربانۍ وركړې، بيا به له خپل هېواد دفاع كوي".