د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که اړتیا پېښه شي، هغه کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه «په ډېره اسانۍ» حل کړي.
ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د اوکراين له ولسمشر ووولودیمیر زیلنسکي سره د ګډ خبري کنفرانس پر مهال وکړې. نوموړي وویل: «ما ته خبر رسېدلی چې پاکستان پر افغانستان برید کړی یا شخړه روانه ده، که زه باید دا موضوع حل کړم، نو دا کار ما ته ډېر اسانه دی.»
هغه زیاته کړه چې د امریکا د چارو سمبالول به یې لومړیتوب وي، خو که وخت پیدا کړي، د سیمې د شخړو د حل لپاره به هڅه وکړي. ټرمپ وویل چې هدف یې دا دی چې خلک د جګړو او وژنو له خطره وساتي او په خپلو تېرو هڅو یې د میلیونونو انسانانو د ژغورلو یادونه وکړه
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې له افغانستان د پکتیکا ولایت څخه راپورونه ورکړل شوي چې هلته یو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو د بریدونو ادعا شوې ده.
سره له دې، ټرمپ نور وضاحت ورنکړ چې آیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د منځګړیتوب لپاره کوم عملي ګام پورته کړي که نه، خو دا خبره یې روښانه کړه چې د سولې راوستل او د خلکو ژوند ژغورل د ده د سیاسي لید یوه مهمه برخه ده
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
957
-
اخبار افغانستان
121
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF