news اخبار فوری
clock

اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ

اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ

سرمنشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي اوربند اعلان تود هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې، اړیکې نږدې او د سولې د ټینګېدو لپاره نوې هیلې را ژوندۍ کړي

 

په اعلامیه کې راغلي، سازمان هیله لري چې دا اوربند به د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام، همکارۍ او اعتماد بنسټ کیږدي او د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره به د لا زیاتو اقداماتو لاره هواره کړي

د اسلامي اتحاد د چارواکو په وینا، د افغانستان او پاکستان موافقه د خبرو له لارې د شخړو د حل او د تاوتریخوالي د مخنیوي پر لور یو مهم او تاریخي ګام دی. هغوی زیاته کړه، دواړه لوري باید د دایمي سولې د ټینګښت لپاره د تفاهم میکانیزمونه جوړ کړي او د خپلو خلکو د ارام ژوند او سوکالۍ لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي 

د اسلامي همکاریو سازمان د امت اسلامي د یووالي، تفاهم او ثبات د ټینګښت لپاره پر دوامدارو هڅو ټینګار کړی او ویلي یې دي، دا ډول اوربندونه کولای شي د اوږدمهالو کړکېچونو د ختمېدو او د سیمه‌ییزې سولې د ټینګښت لپاره د پیاوړي بنسټ په توګه عمل وکړي

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو اونیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو په اوږدو کې تاوتریخوالی زیات شوی و، خو د نوې هوکړې اعلان د سیمه‌ییزو څارونکو له لوري د سولې پر لور یو مثبت پرمختګ بلل شوی دی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto