news اخبار فوری
clock

پاکستاني لوړپوړی پلاوی کابل ته راځي؛ د فرضي کرښې مدیریت او دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر موضوعاتو خبرې کېږي

پاکستاني لوړپوړی پلاوی کابل ته راځي؛ د فرضي کرښې مدیریت او دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر موضوعاتو خبرې کېږي

د پاکستان رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن سې‌شنبه کابل ته راځي، څو له د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د فرضي کرښې د مدیریت، د سوداګرۍ د پراختیا، او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړي

سرچینې وایي، د یاد پلاوي سفر له مخکې تنظیم شوی و او د تورخم د وروستیو سرحدي نښتو او د بندر له تړل کېدو سره هېڅ تړاو نه لري. د راپورونو له مخې، د پلاوي هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ اسانتیاوو، د سوداګرۍ د بهیر ښه‌والي، او د سرحدي نظم د ګډې همکارۍ لپاره نوې لارې چارې موندل دي

که څه هم د پاکستان اړخ د دې سفر موخې څرګندې کړې دي، خو د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. تمه ده چې افغان چارواکي به د خبرو په جریان کې د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ، ملي حاکمیت، او متوازنو اړیکو د ټینګښت پر اصولو ټینګار وکړي

سیاسي شنونکي باور لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ډول تماسونه کولای شي د تېرو سرحدي کړکېچونو د راکمېدو او د متقابل اعتماد د بیا راژوندي کېدو لامل شي. د دوی په وینا، افغانستان او پاکستان دواړه کولای شي د ګډو اقتصادي پروژو او د سوداګرۍ د اسانتیا له لارې د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره یو نوی فصل پرانیزي 

تمه ده چې د پلاوي د سفر پر مهال به د تورخم بندر د بیا پرانیستلو، د ټرانزیټ اسانتیاوو، د ویزو ستونزو، او د سوداګریزو لارو د امنیت په اړه هم تفصیلي بحثونه وشي

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د څو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د یوې سرحدي شخړې له امله تړل شوې وه، خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د هغې د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto