زیانمن هیواد وال:
کورونه مو ویجاړ شوی خو د استملاک پیسی او بدیل ځمکی ندی راکړل شوی
بریانیوز:(شنبه۳ عقرب/لړم) یوشمیرهغه هیواد وال چه د طالبانو د نوی ښاری پلان دنقشی د عملی کیدو په خاطر زیانمن شوی، وایی چه د ماسترپلان مخالف ندی خوچه د استملاک بهیر عالانه، شفاف او دشریعت د اصولو پراساس وی

په کابل او ولايتونو کې د سړکونو پراخوالي او ماسټر پلان عملي کېدو پر مهال زيانمن شوي هېوادوال وايي، دوی د ماسټر پلان د تطبيق مخالف ندي، خو د ويجاړو شويو کورونو، دوکانونو او مارکېټونو بديل ځمکې، پيسې او خساره ورته نده ورکړل شوې او پروسه يې خورا پيچلې او وخت نيوونکې ده.
دغه عکس د کندهار ښار دی او دلته هم د ماسټرپلان د نقشی د عملی کولو لپاره ويجاړول پيل شوي، خو د زيانمنو په وينا، د استملاک پر سندونو له دوی څخه په جبر لاسليکونه اخيستل کېږي، د جايداد بيه په يو طرفه ډول ټاکل کېږي، مالي خساره او بديل ځمکې هم ورته يا روښانه ندي يا هم په ښار کې د ويجاړو شويو مارکېټونو او کورونو په بدل کې ورته په دښتو کې ځايونه په نښه شويدي.
د دوی په وينا، په ځينو سيمو کې نقشې بدلې شوې دي او د زورورو د نفوذ او زور له وجې بشپړې نقشې بدلې شوېدي: «په زړې فرقې کې پخوانۍ نقشه چې د زورواکو په کورونو برابرېده لوری يې بدل شوی دی. د استملاک بهير دې عادلانه، شفاف او د شريعت د اصولو پر اساس وي، ترڅو د ښاري پرمختګ تر څنګ د خلکو حقونه هم خوندي پاتې شي.»
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1619
-
اخبار افغانستان
622
-
مقاله
264
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl