پاکستاني پلاوی په استانبول مذاکراتو کې بېواکه او د شاتګ په حال کې – د طالبانو ملي ټلوېزیون
کابل – د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو خبرو اترو کې د پاکستان پلاوی «بېواکه» ښودل شوی او د مذاکراتو له دوام څخه د وتلو نښې ښکاري
د راپور له مخې، پاکستاني استازي نه یوازې دا چې د پرېکړو واک نه لري، بلکې د اسلاماباد د پوځ ځینې ځانګړې کړۍ هڅه کوي د سولې او تفاهم بهیر خنډ کړي
په راپور کې راغلي:
پاکستاني پلاوی د پوځ د نفوذ له امله د خبرو صلاحیت نه لري، له همدې امله د دلیل او منطق پر ځای د شاتګ لاره غوره کوي
د طالبانو اړوندې رسنۍ ادعا کوي چې د طالبانو پلاوي په بشپړه اخلاص او رغنده نیت سره د خبرو لپاره هڅې کړې دي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې د خبرو له لارې هوارې شي. خو سرچینې زیاتوي چې داسې ښکاري پاکستانی لوری د رښتینې سولې لپاره تیاری نه لري
د طالبانو د سرچینو په وینا، افغان لوری لا هم د متقابل درناوي، همکارۍ او ګډو امنیتي اندېښنو د حل لپاره پر خبرو باور لري، خو د پاکستاني پلاوي «بېباوري او دوهمخه دریځ» د اعتماد فضا ټکني کړې ده
شنونکي باور لري چې که پاکستان د خپلې پوځې کړۍ نفوذ مهار نه کړي، نو د اسلاماباد او کابل ترمنځ د اعتماد جوړونې هڅې به بیا هم له خنډ سره مخ شي
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې د شک او بې باورۍ سیوري لاندې دي، او د وروستیو خبرو اترو برخلیک هم لا روښانه نه دی