news اخبار فوری
clock

یوناما: د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ديني زده‌کړې هم محدودې شوې دي

یوناما: د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ديني زده‌کړې هم محدودې شوې دي

 کابل – د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه پلاوي (یوناما) تازه راپور څرګندوي، چې د ۲۰۲۲ کال له راهیسې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدو تر څنګ اوس د دیني زده‌کړو دروازې هم په یو شمېر ولایتونو کې پرې تړل شوې دي

د یوناما په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت محتسبانو د سنبلې میاشتې په پیل کې په کابل کې درې ديني مدرسې د نجونو لپاره تړلې دي. د دې اقدام دلیل دا ښودل شوی چې په دغو مدرسو کې د شپږم ټولګي پورته زده‌کوونکې نجونې شاملې وې او د دیني مضامینو ترڅنګ د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي په څېر “غیر ديني” مضمونونه هم تدریس کېدل

دغه راپور زیاتوي، چې په بدخشان ولایت کې د زېباک ولسوالۍ د امر بالمعروف اداره هم حکم کړی، چې له ۱۳ کلنۍ پورته نجونې حق نه لري د دیني مدرسو دروازو ته داخلې شي

په ورته مهال، د پکتیکا ولایت د طالبانو د معارف ریاست د ټولو دیني مدرسو مسؤلینو ته لارښوونه کړې، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې دې له درسونو محرومې وساتي، او دا پرېکړه وروسته په ټوله سیمه کې عملي شوې ده

یوناما وايي، دا ډول محدودیتونه د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د تعلیم د حق څرګند نقض دی. دا سازمان یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو او هلکانو لپاره د زده‌کړو برابر فرصتونه تضمین کړي، ځکه تعلیم نه یوازې یو حق دی، بلکې د افغانستان د راتلونکي د رغونې بنسټ هم ګڼل کېږي

نړیوالو څارونکو ویلي، د دیني زده‌کړو محدودول هغه اندېښنه نوره هم ژوره کړې ده، چې د افغان نجونو راتلونکې ورځ په ورځ تیاره کېږي او د علم رڼا ترې د پخوانیو کلونو په پرتله لا نوره لرې کېږي

په داسې حال کې چې د افغان نجونو د زده‌کړې غږ له داخل او بهر دواړو له خوا پورته کېږي، لا هم تمه شته چې د نړیوالو د دوامداره فشارونو او د خلکو د غوښتنو په پایله کې، د زده‌کړې دا تړلې دروازې یو ځل بیا پرانېستل شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto