واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوباما د روغتیايي پلان د سبسایډۍ لغوه کولو پرېکړه بیا ټینګه کړه؛ د ډیموکراتانو مخالف
واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې غواړي د باراک اوباما د روغتیايي پلان (Obamacare) سبسایډۍ بشپړ لغوه کړي. ولسمشر ټرمپ د دې اقدام دلیل د مالي مصرفونو کمول او د روغتیايي نظام اصلاحات ښودلي دي. هغه وايي چې سبسایډۍ د خلکو لپاره د اضافي لګښتونو سبب ګرځي او د امریکا حکومت بودیجه بې ځایه مصرفوي
خو د ډیموکرات ګوند مشرانو او غړو بیا ټینګار کړی چې د سبسایډۍ دوام د حکومت د ۴۰ ورځني بندیز (shutdown) د پای ته رسولو لپاره لازمي شرط دی. دوی وایی چې میلیونونه امریکایان چې د اوباما د پلان لاندې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کوي، که سبسایډۍ ختمه شي، د هغوی روغتیايي حالت به جدي خطر ته مخامخ شي
سیاسي کارپوهان وايي، د دواړو لورو ترمنځ دا لانجه د امریکا د روغتیايي نظام راتلونکې لپاره حساسه ده. دوی زیاتوي چې که په نږدې راتلونکې کې دا ستونزه حل نه شي، ښايي نه یوازې د امریکایانو روغتیايي خدمات اغېزمن شي، بلکې د ټرمپ حکومت لپاره سیاسي فشارونه هم ډېر شي
په داسې حال کې چې د امریکا ټولنه د روغتیايي خدمتونو د خونديتوب او بودیجې د سمون په بحث کې بې حده حساسه ده، د ټرمپ او ډیموکراتانو ترمنځ دا لانجه د راتلونکو میاشتو لپاره د سیاسي او اقتصادي بحثونو محور پاتې کیږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl