د ناټو پخواني سرمنشي یانس سټولټنبرګ په خپل نوي کتاب کې په زغرده منلې چې د افغانستان جګړه او وروسته له شلو کلونو وتل، د ناټو لپاره تر ټولو ستره سیاسي او ستراتیژیکه ناکامي وه
سټولټنبرګ لیکلي، د افغانستان جګړه نه یوازې د لوېدیځو متحدینو د توقع خلاف پای ته ورسېده، بلکې د افغان ملت لپاره یې ژورې مایوسۍ او دردونه پرېښودل. د هغه په وینا، د افغانستان د هغه وخت د ولسمشر مرستیال ورته په څرګندو ټکو ویلي وو: «تاسو افغانان مایوسه کړل
پخواني سرمنشي ویلي، ناټو له لومړۍ ورځې هڅه لرله چې په افغانستان کې یو ډیموکراټیک او باثباته نظام رامنځته کړي، خو دا هدف د جګړې له لارې نهشي ترلاسه کېدلای. ده زیاته کړې
موږ ټول یو ازاد او ډیموکراټیک افغانستان غوښت، خو دا یو خیال او خوب و. زموږ متحدین نور د جګړې د دوام مالي وس نهلاره، او د نظامي لارو دیموکراسي نه شي ټینګېدلی.
سټولټنبرګ دا هم منلې چې د نجونو د زده کړو د بندیز او د ښځو د حقونو د محدودېدو له امله افغانان ژور درد احساسوي، خو ده ټینګار کړی چې د ناټو پرېکړه – د ځواکونو ایستل – د وخت اړتیا وه
زه پوهېږم افغانان د نجونو د زده کړو بندیز ته په درد سره ګوري، خو موږ سمه پرېکړه وکړه چې ووتلو. پاتې کېدل به یوازې د قربانیو اوږدوالی زیات کړی وای
شنونکي دا څرګندونې د لوېدیځو هېوادونو له لوري د جګړې د پایلو اعتراف ګڼي. د دوی په باور، د ناټو وتل د نړۍ د زبرځواکونو لپاره یو تاریخي درس شو چې د ملتونو جوړښت یوازې د پوځ او وسلو په زور نهشي کېدای