راشد خان پر خپل انسټګرام دغه انځورونه خپاره کړي او منلې یې ده چې د «خان خیره بنسټ» پرانیستغونډې مراسمو کې تر څنګ ناسته ښځه یې نکاح شوې مېرمن ده
راشد خان پر خپل انسټګرام دغه انځورونه خپاره کړي او منلې یې ده چې د «خان خیره بنسټ» پرانیستغونډې مراسمو کې تر څنګ ناسته ښځه یې نکاح شوې مېرمن ده
راشد خان پر انسټګرام د خپل واده نېټه «دویم اګسټ ۲۰۲۵» لیکلې ده
له دې یو کال وړاندې د ۲۰۲۴ کال درېیم اکټوبر میاشت کې په کابل کې راشد خان د خپل واده مراسم هم نمانځلي وو چې د کرېکټ ګڼ شمېر لوبغاړو پهکې ګډون کړی و
له څو ورځو راهیسې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پوښتنې کولې چې د «خان خیره بنسټ» پرانیستغونډې مراسمو کې د راشد خان تر څنګ ناسته ښځه به څوک وي
خو نن راشد خان روښانه کړه چې هغه یې نکاح شوې مېرمن ده. اما لا هم معلومه نهده چې راشد خان دویمه ښځه کړې او که لا هم یوه ښځه لري
د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو خلاصون نهشته. اوس یې یو شمېر کاروونکي هغه ستایلی چې راشد خان ښه کار کړی دی چې خپله مېرمن یې په یوې غونډه کې تر څنګ ناسته ده.
خو ځینې نور به بیا پر راشد خان نیوکې کوي چې ولې یې خپله مېرمن لوڅ سر یوې غونډې ته له ځان سره بېولې ده
خو ګرانو هېوادوالو!
دا منو چې خان زموږ د کرېکټ اتل او ځلانده ستوری دی، خو کورنی ژوند د راشد خان خپل شخصي ژوند دی، پرېږدئ چې څه ډول یې خوښه وي، هغسې ژوند دې خپل په خوښه وکړي.
د چا په شخصي ژوند کې مداخله نهده پکار او نه باید ځان ته دا حق او اجازه ورکړو چې نور دې هم زموږ په خوښه ژوند وکړي، ځکه هر څوک د خپل ژوند لپاره خپل سبک، معیار او سټایل لري