د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو معین په کابل کې د شخصي روغتونونو د اعتبار او درجهبندۍ له سروی کوونکو او ارزونکو ټیمونو سره یوه مهمه او کاری غونډه ترسره کړې ده
په دې ناسته کې د شخصي روغتونونو د خدماتو کیفیت، د طبي معیارونو پلي کېدل، د ناروغانو خوندیتوب او د روغتیايي بنسټونو د مسلکي مدیریت موضوعات په تفصیل سره څېړل شوي. د وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروسه د دې لپاره روانه ده چې د شخصي روغتونونو کچه روښانه شي او هغه روغتونونه چې لوړ معیارونه پلي کوي، وپېژندل شي
عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر د ناروغانو د حقونو، معیاري درملنې، مسؤلانه مدیریت او شفافیت پر بنسټ پر مخ ځي. دوی زیاتوي چې موخه یې د روغتیايي خدماتو د کیفیت لوړوالی او د خلکو لپاره د خوندي، باور وړ او نړیوالو معیارونو مطابق روغتیايي خدمتونو برابرول دي
د غونډې ګډونوالو هم ژمنه کړې چې د ارزونې پروسه به په دقیق، عادلانه او مسلکي توګه ترسره کړي ترڅو د روغتیايي سکټور د لا پرمختګ لپاره روښانه نقشه برابره شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl