news اخبار فوری
clock

ملګرو ملتونو د افغانستان بېرته ستنېدونکو مهاجرینو د اندېښمنو شرایطو په اړه تازه خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو د افغانستان بېرته ستنېدونکو مهاجرینو د اندېښمنو شرایطو په اړه تازه خبرداری ورکړ

 کابل – د ملګرو ملتونو د اسکان او ښاري پراختیا اداره د افغانستان بېرته راستانه شویو مهاجرینو د سختو او ننګونو ډکو شرایطو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او وايي

چې د خپلو شریکانو په همکارۍ هڅه کوي چې له دغه زیانمن قشر سره د سرپناه او لومړنیو خدماتو په برابرولو کې مرسته وکړي

 د دوشنبې په ورځ، د لړم ۲۶مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د سرپناه برابرول د بشري کرامت د خوندیتوب او د بېرته ستنېدونکو د ژوند د بیارغونې لومړی او

بنسټیز ګام دی. دغه اداره ټینګار کوي چې د مناسب کور، خوندي ځای او لومړنیو آسانتیاوو نشتوالی د سلګونو کورنیو حالت لا پسې کړکېچن کړی دی

سازمان ملل خبرداری ورکړی چې ډېری ستنېدونکي اړ دي خپل ژوند له بشپړ صفر څخه بیا پیل کړي، په داسې حال کې چې موجودې مرستې او منابع د هغوی د پراخو

اړتیاوو لپاره کافي نه دي. ادارې له نړیوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو غوښتي چې د دغو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیاتې او چټکې مرستې برابرې کړي

د ملګرو ملتونو د اسکان او ښاري پراختیا ادارهټینګار کوي چې د بېرته ستنېدونکو لپاره دوامداره پاملرنه، اساسي خدمات او د سرپناه فراهمول نه یوازې بشري مسؤلیت دی، بلکې د دوی د باعزته او با ثباته ژوند لپاره حیاتي اړتیا ګڼل کېږي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto