د طالبانو د ادارې د معادنو او پټروليم وزارت اعلان کړی، چې د باميان ولايت د يوکاولنګ ولسوالۍ د ګندهکوټل له سيمې استخراج شوي ۱۴ زره او ۷۰ ټنه سرب او جست يې د داوطلبۍ له لارې يو خصوصي شرکت ته پلورلي دي
د ياد وزارت د خپرې شوې اعلاميې له مخې، دا اندازه کانسنگ هر ټن په ۳۱۳ امريکايي ډالرو د «خيرالله عبدالکريم» په نوم يو خصوصي شرکت ته ورکړل شوې ده. د وزارت په وينا، دا داوطلبۍ د قوانينو او طرزالعملونو له مخې ترسره شوې او ګټونکی شرکت د ټولو شرايطو پوره کوونکی و
د معادنو او پټروليم وزارت زياته کړې، چې د باميان د ګندهکوټل سيمه د سرب او جست له پلوه بډایه زېرمي لري او په وروستيو مياشتو کې د استخراج چارې چټکې شوې دي. د چارواکو په وينا، د دې کانونو فعاله کېدل کولی شي د عوايدو د زياتوالي ترڅنګ د ځايي خلکو لپاره د کار زمينه هم برابره کړي
خو اقتصادي شنونکي ټينګار کوي، چې د کانونو د استخراج او پلور په برخه کې روڼتيا، مسلکي مديريت او د عوايدو عادلانه وېش بنسټيز ارزښت لري. د هغوی په اند، که د داوطلبۍ بهير شفاف نه وي او د عوايدو د لګښت څرنګوالی روښانه نه شي، نو دا ډول معاملې به د هېواد پر اقتصاد اوږدمهاله مثبت اغېز ونه لري
په ورته وخت کې، د باميان ځايي اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د کانونو له عوايدو څخه دې د سيمې د پرمختيا، بنسټيزو خدمتونو او عامه پروژو لپاره کار واخيستل شي، تر څو د طبيعي زېرمو ګټه په عملي ډول د خلکو په ژوند کې احساس شي
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کانونو سکتور د پراخو طبيعي زېرمو لرلو سربېره، لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی او د دوامدارې ودې لپاره روڼتيا، مسلکي تګلارو او نړيوالو معيارونو ته جدي اړتيا لري