د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني خبرداری ورکړی، چې افغانستان په چټکۍ سره د بېلابېلو ترهګرو ډلو د فعاليت پر مرکز بدلېږي او که دا وضعيت تر کنټرول لاندې رانشي، نو د نړۍ په هره برخه کې د ۱۱ سپټمبر په څېر يوه لويه فاجعه تکرارېدای شي
دراني د سهشنبې په ورځ، د قوس ۲۵مه، په خپلې ایکس (پخواني ټوېټر) پاڼه کې وليکل، چې د سيمې او نړۍ لپاره د امنيت ګواښونه مخ په زياتېدو دي او د افغانستان اوسنی وضعيت جدي پاملرنې ته اړتيا لري. د هغه په وينا، د بېلابېلو وسلهوالو ډلو فعاليتونه نه يوازې د سيمې هېوادونه، بلکې نړيواله ټولنه هم له خطر سره مخ کوي
نوموړي زياته کړې: «اوس وخت د دې نه دی چې اشخاص د خپلو نظرونو د برجسته کولو لپاره له يو بل سره سيالي وکړي، بلکې اړينه ده چې د افغانستان د نږدې ګاونډيانو معقولې او عملي مشورې واورېدل شي.» هغه ټينګار کړی، چې د ګاونډيو هېوادونو اندېښنې بايد جدي ونيول شي او د ګډو هڅو له لارې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه واخيستل شي
شنونکي باور لري، چې د دراني څرګندونې د سيمهييزو امنيتي اندېښنو انعکاس دی او دا خبرداری د دې څرګندونه کوي، چې که د افغانستان د خاورې د ناوړه استفادې مخه ونه نيول شي، نو پایلې به يې يوازې پر يو هېواد محدودې نه وي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه د سيمې او نړۍ د بېلابېلو لورو لهخوا ورته اندېښنې څرګندې شوې دي او د ګډو، عملي او همغږو اقداماتو غوښتنه زياته شوې ده
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
751
-
مقاله
57
-
اخبار افغانستان
49
-
Uncategorized
13
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي