اسلاماباد – پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدل د پاکستان پر اقتصاد دروند اغېز کړی او یوازې د مالټو او کچالو په تجارت کې به د روانې دسمبر میاشتې تر پایه شاوخوا ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالر تاوان واوړي
د راپور له مخې، د تورخم او چمن پر لارو هره ورځ نږدې ۶۰ میلیونه ډالره صادرات کېدل، خو د لارې بندېدو له امله دا سوداګریز بهیر بشپړ درېدلی دی. سوداګر وایي، چې زرګونه ټنه تازه مېوې او کرنیز محصولات په ګودامونو کې بند پاتې دي، چې دا کار نه یوازې د صادرونکو، بلکې د کروندګرو لپاره هم ستر اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي
اقتصادي شنونکي زیاتوي، چې افغانستان ته د مالټو او کچالو صادرات د پاکستان د کرنیز سکتور لپاره مهم عایداتي سرچینه وه، او د دې بهیر درېدلو د بازار توازن ګډوډ کړی، نرخونه یې راټیټ کړي او د بزګرانو مالي حالت یې لا پسې کمزوری کړی دی
له بلې خوا، راپور څرګندوي چې د افغانستان څخه د ډبرو سکرو وارداتو بندېدل هم د پاکستان پر صنعتي سکتور منفي اغېز کړی دی. د سکرو نه راتلو له امله د صنعتي فابریکو لپاره د انرژۍ بیه لوړه شوې، چې دا وضعیت د تولیدي لګښتونو زیاتوالي او د توکو د قیمتونو لوړوالي سبب ګرځېدلی دی
سوداګریزې خونې او صنعتکاران پر دواړو حکومتونو غږ کوي، چې د سیاسي اختلافاتو پر ځای دې سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکړي او د لارو د پرانیستلو لپاره بېړنۍ حل لارې ولټوي، ځکه چې د روان وضعیت دوام به نه یوازې دواړو هېوادونو ته اقتصادي زیان ورسوي، بلکې د سیمې پر سوداګریز ثبات به هم ناوړه اغېزې ولري
کارپوهان باور لري، چې که د ترانزیټي لارو ستونزه ژر هواره نه شي، نو د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریز باور به زیانمن شي او د دواړو هېوادونو ولسونه به د دې اقتصادي ټکر اصلي قربانیان وي