د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې کابل ته د قرغیزستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان په پلازمېنه کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه په رسمي ډول پرانیستل شوه. دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په لور یو مهم پرمختګ بلل کېږي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ، د قوس ۲۶مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې سوداګرۍ خونې افتتاح به د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا، پانګونې د جذب او اقتصادي همکاریو د بنسټیز کېدو لپاره زمینه برابره کړي
د وزارت په وینا، دغه مرکز به د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت، د سوداګریزو فرصتونو د پېژندنې، د صادراتو او وارداتو د پراختیا او د ګډو اقتصادي پروژو د عملي کېدو لپاره د یو اغېزناک پل رول ولوبوي. همدارنګه، تمه ده چې د قرغیزستان سوداګریز حضور په کابل کې به د سیمې د اقتصادي اتصال لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي
اقتصادي شنونکي وایي، چې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونې پرانیسته کولای شي افغانستان ته د مرکزي اسیا له بازارونو سره د نښلېدو نوې دروازې پرانیزي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز باور د پیاوړتیا لامل شي. دوی زیاتوي، چې دا ډول نوښتونه د افغانستان د اقتصادي ودې او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم ارزښت لري
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کړی، چې د بهرنیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د هېواد د اقتصادي ثبات او ځانبساینې په لور یو مهم ګام دی، او په دې برخه کې به ورته هڅې لا پسې پراخې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?