د ونزوئلا حکومت په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښتنه کړې، څو یوه بېړنۍ ناسته راوبولي او د هغه څه څېړنه وکړي چې دغه هېواد یې د امریکا متحده ایالاتو «تجاوزي دریځ او فشار راوړونکي اقدامات» بولي. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د واشنګټن وروستیو څرګندونو او ګواښونو د لاتینې امریکا په سیاسي فضا کې نوې اندېښنې راپارولي دي
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ونزوئلا دایمي استازي ساموئل مونکادا ویلي، د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د ونزوئلا د سیاسي خپلواکۍ او ملي حاکمیت پر وړاندې «بېساری ګواښ» دی. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول دریځونه نه یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیاتوي، بلکې د نړیوال امنیت او ثبات لپاره هم خطرناک پیغام لري
د ونزوئلا حکومت ادعا کوي چې واشنګټن غواړي د پوځي فشار، سمندري او هوايي محاصرې او اقتصادي بندیزونو له لارې خپلې سیاسي غوښتنې پر کاراکاس تحمیل کړي. د ونزوئلا چارواکي دا اقدامات د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو د حاکمیت، نهمداخلې او د زور نهکارونې له بنسټیزو مادو سره په ښکاره ټکر کې بولي
کاراکاس وایي، که نړیواله ټولنه د یو هېواد پر وړاندې د ګواښ او فشار په صورت کې د امنیت شورا بېړنۍ غونډه مشروع ګڼي، نو باید دا معیار په مساوي ډول پر ټولو تطبیق شي. د ونزوئلا د چارواکو په باور، د نړیوالو بنسټونو اعتبار هغه مهال خوندي پاتې کېږي چې د سیاسي مصلحتونو پر ځای، د عدالت او اصولو پر بنسټ پرېکړې وشي
په همدې تړاو، د نړیوالو سیاسي څارونکو ترمنځ دا پوښتنه هم راولاړه شوې چې ایا د امنیت شورا دا حساسیت به د هغو ملتونو لپاره هم وکارول شي چې کلونه یې د جګړو، بندیزونو، تاوتریخوالي او کورنیو فشارونو تر سیوري لاندې ژوند کړی؟ په ځانګړي ډول، د افغانستان د خلکو دوامداره کړاوونه، بشري ناورین او د میلیونونو وګړو چوپ دردونه، ایا د نړۍ د پرېکړهکوونکو غوږونو ته رسېږي که نه؟
د ونزوئلا د غوښتنې تر شا دا پیغام نغښتی دی چې نړیوال عدالت باید انتخابي نه وي. که د نړۍ هر ګوټ کې د یو ملت خپلواکي تر ګواښ لاندې راځي، نو د ملګرو ملتونو مسؤلیت دی چې بېپرې، شفاف او عادلانه دریځ خپل کړي، څو د نړیوال نظام باور ژوندی پاتې شي او د چوپو ملتونو غږ د قدرت تر مېزونو ورسېږي