له پراخو او فشرده خبرو اترو وروسته، ایران او چین د ۱۰ج ډول جنګي الوتکو د پېرلو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. د باوري خو غیررسمي سرچینو له مخې، دواړو هېوادونو موافقه کړې چې ایران به د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د ۳۰ څخه تر ۴۰ فروند ۱۰ج جنګي الوتکې له چین څخه ترلاسه کړي
سرچینې وایي، د ایران او چین ترمنځ د دې پوځي تړون خبرې له څه مودې راهیسې روانې وې او اوس د بریالۍ پایلې مرحلې ته رسېدلې دي. د راپورونو له (۱۰ج) جنګي الوتکې د چین له پرمختللو څوموخیزو جګړهییزو الوتکو څخه شمېرل کېږي، چې د هوا ـ هوا او هوا ـ ځمکې د برید وړتیا لري. پوځي شنونکي وایي، دا الوتکې د پرمختللو راداري سیستمونو، عصري وسلو او لوړ مانور وړتیا له امله کولای شي د ایران د هوايي ځواک عملیاتي توان د پام وړ لوړ کړي.
د راپورونو له مخې، که دا هوکړه د پلان له مخې عملي شي، نو ایران به په راتلونکو کلونو کې په پړاوونو کې د یادو ۳۰ تر ۴۰ جنګي الوتکو ترلاسه کول پیل کړي. دا چاره به د ایران د هوايي ځواک لپاره یو مهم بدلون وي، ځکه چې د دې هېواد ډېری جنګي الوتکې زړې بلل کېږي او د نوې ټکنالوژۍ اړتیا لري شنونکي باور لري چې دا هوکړه یوازې پوځي بُعد نه لري، بلکې د تهران او بیجینګ ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د لا ټینګښت نښه هم ده. د هغوی په وینا، چین د منځني ختیځ په پوځي او سیاسي معادلو کې خپل رول پراخوي، او ایران هڅه کوي د لوېدیځو بندیزونو تر سیوري لاندې، د خپلو دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره بدیل شریکان ومومي.
په سیمه ییزه کچه، د ایران د هوايي ځواک پیاوړتیا ښايي د منځني ختیځ پر امنیتي توازن اغېز ولري. ځینې شنونکي وایي، د (۱۰ج) جنګي الوتکو ترلاسه کول کولای شي د ایران د هوايي دفاع او برید وړتیا لوړه کړي او د دې هېواد د پوځي بازدارندګۍ کچه زیاته کړي.
تر اوسه د دې هوکړې د دقیق مالي ارزښت، د الوتکو د سپارلو مهالوېش او د روزنیزو پروګرامونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې په راتلونکو میاشتو کې به د دواړو هېوادونو له لوري نور معلومات هم وړاندې شي