چنديګر – د هند د کډوالۍ او سرحدي چارو چارواکو خبر ورکړی چې یو افغان وګړی د جعلي اسنادو د کارولو په تور د دغه هېواد په شمال کې د چندیګر ښار په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوی دی
د هندي چارواکو د معلوماتو له مخې، یاد کس د چهارشنبې په ورځ د «شهید بهاګت سینګ» په نړیوال هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شو، چې د مسافرو د اسنادو د څېړنې پر مهال د کډوالۍ د څانګې کارکوونکو د هغه په سفر اسنادو کې شکمن موارد ولیدل. تر لومړنیو پلټنو وروسته څرګنده شوه چې نوموړي له جعلي اسنادو څخه کار اخیستی دی
هندي رسنیو راپور ورکړی چې نیول شوی کس محمد نصیر نومېږي او غوښتل یې د هند د جعلي پاسپورټ په وسیله د «اینديګو» هوايي شرکت له الوتکې سره له چندیګر څخه ابوظبۍ ته سفر وکړي. خو د اسنادو د کرهوالي د ارزونې پر مهال د هغه پاسپورټ جعلي وپېژندل شو او سملاسي د امنیتي ځواکونو لهخوا ونیول شو
چارواکو ویلي چې د نوموړي د نیولو وروسته، اړوندو امنیتي او عدلي ادارو ته سپارل شوی او پلټنې روانې دي، څو معلومه شي چې دغه جعلي اسناد څنګه ترلاسه شوي، ایا نوموړی یوازې عمل کړی او که د اسنادو د جعل له کومې منظمې شبکې سره تړاو لري
د هند د کډوالۍ ادارې ټینګار کړی چې په نړیوالو هوايي ډګرونو کې د اسنادو د څېړنې بهیر جدي دی او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د جعلي اسنادو له لارې سفر وکړي. د دغې ادارې په وینا، د سرحدي امنیت او د نړیوالو قوانینو پلي کول د هند لپاره لومړیتوب لري
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو کلونو کې د جعلي پاسپورټونو او ویزو له لارې د ناقانونه سفر هڅې زیاتې شوي دي. کارپوهان وایي، اقتصادي ستونزې، د کډوالۍ محدودیتونه او د غیرقانوني لارو اسانتیا ځینې کسان دې ته هڅوي چې له خطرناکو او غیرقانوني لارو ګټه واخلي
چارواکو ویلي چې د قضیې وروستۍ پایله به د پلټنو له بشپړېدو وروسته اعلان شي او که پر نوموړي تورونه ثابت شي، د هند د نافذه قوانینو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي