د کابل د پغمان د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي: شرعي قوالې لرو، خو طالبان مو ځمکې دولتي بولي
بریانیوز:(چهارشنبه۱۷جدی۱۴۰۴)کابل – د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغنداب سیمې یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له کلونو راهیسې یې پر خپلو ځمکو شرعي قوالې، پخواني اسناد او د ملکیت معتبر شواهد لري، خو د طالبانو ځایي چارواکي دغه ځمکې دولتي ملکیت ګڼي او له خلکو یې د تخلیې غوښتنه کوي
د سیمې اوسېدونکي وایي، دا ځمکې د هغوی د پلرونو او نیکونو له وخته د شخصي ملکیت په توګه پاتې دي او د پخوانیو حکومتونو پر مهال هم د ملکیت په توګه پېژندل شوې وې. د هغوی په وینا، شرعي قوالې، د محکمو فیصلې او نور قانوني اسناد لري، خو سره له دې طالبانو د دولتي ځمکو د تثبیت تر نامه لاندې پرې دعوه کړې ده
یو ځایي اوسېدونکي چې نهغواړي نوم یې خپور شي، وویل:
موږ له څو لسیزو راهیسې په همدې ځمکو کرنه او کورونه جوړ کړي دي. شرعي قوالې لرو، د علماوو مهرونه پرې شته، خو اوس راته ویل کېږي چې دا ځمکې د دولت دي او باید پرېږدو
د ارغنداب د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له لوري څو ځله خبرداری ورکړل شوی، چې که خلک خپلې ځمکې پرېنږدي، نو له قانوني او جبري اقداماتو سره به مخ شي. د دوی په خبره، دا وضعیت د خلکو ترمنځ پراخه اندېښنه رامنځته کړې او ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو، کرنیزو ځمکو او د عاید یوازینۍ سرچینې له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي
ځايي مشران او سپینږیري وایي، چې څو ځله یې هڅه کړې د طالبانو له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي او خپلې قوالې او اسناد وړاندې کړي، خو تر اوسه کومه روښانه او قناعتبخښونکې پایله نه ده ترلاسه شوې. هغوی ټینګار کوي چې که دا ستونزه عادلانه حل نه شي، نو دا به د خلکو او حکومت ترمنځ د بېباورۍ فضا لا نوره هم ژوره کړي
له بلې خوا، د طالبانو ځايي چارواکي وایي چې په پغمان ولسوالۍ کې د دولتي ځمکو د تثبیت بهیر روان دی او هغه ځمکې چې د دولت ملکیت ګڼل کېږي، بېرته به ترې واخیستل شي. د دوی په وینا، که څوک شرعي او قانوني اسناد ولري، کولی شي د اړوندو کمېسیونونو له لارې خپل اسناد وړاندې کړي، څو پرې عادلانه پرېکړه وشي
حقوقي شنونکي وایي، د ځمکو پر سر شخړې د افغانستان له پخوانیو او پېچلو ستونزو څخه دي او که دا موضوعات په شفاف، عادلانه او قانوني ډول حل نه شي، نو ښايي ټولنیزې ستونزې او ولسي نارضایتي نوره هم زیاته کړي. د هغوی په باور، د شرعي قوالو او پخوانیو اسنادو ارزونه باید د بېطرفه کمېسیونونو له لوري وشي، څو د خلکو حق ضایع نه شي
د ارغنداب اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د زور او فشار پر ځای د خبرو، اسنادو او عدالت له لارې دا موضوع حل کړي، ځکه د دوی په خبره «ځمکه زموږ د ژوند، عزت او راتلونکې بنسټ دی» او له لاسه ورکول یې د سلګونو کورنیو لپاره ستره فاجعه ګڼل کېږي