واشنګټن – نړیوالې رسنۍ: ټرمپ د وینزویلا د ۵۰ میلیونه بېرلو ایسارو تېلو د پلور پلان اعلان کړ
بریانیوز:(چهارشنبه۱۷جدی۱۴۰۴) واشنګټن – نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې واشنګټن د وینزویلا د هغو شاوخوا ۵۰ میلیونه بېرلو تېلو د تصفیه کولو او پلورلو پلان لري، چې د امریکا د اوږدمهالو بندیزونو له امله په دغه هېواد کې ایسار پاتې وو. دا اعلان د امریکا د وینزویلا په پالیسۍ کې د پام وړ بدلون نښه بلل کېږي
د راپورونو له مخې، دا ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکايي ځواکونو په یوه پراخ پوځي عملیاتو کې ونیول شو. شنونکي وایي، د ایسارو تېلو د پلور پلان ښيي چې واشنګټن اوس د وینزویلا له دولتي جوړښتونو سره په عملي همغږۍ کار پیل کړی او هڅه کوي د دغه هېواد د انرژۍ شتمنۍ د خپلو اقتصادي او سیاسي موخو لپاره مدیریت کړي
د نړیوالو رسنیو په باور، دا پرېکړه نه یوازې اقتصادي بُعد لري، بلکې یو ژور سیاسي پیغام هم پکې نغښتی دی. امریکا، چې تر دې وړاندې یې د مادورو حکومت «نامشروع» باله او سخت بندیزونه یې پرې لګولي وو، اوس د هغه له نیولو وروسته د وینزویلا له ادارو سره د تیلو پر سر همکاري کوي. دا وضعیت د واشنګټن د تګلارې د بدلون یا لږ تر لږه د انعطاف نښه ګڼل کېږي
د راپورونو له مخې، نیکولاس مادورو دا مهال د نیویارک په یوه زندان کې ساتل کېږي او د نشهيي توکو د قاچاق، منظم جرمونو او فساد په تورونو د محاکمې په تمه دی. هغه د شنبې په سهار د امریکايي ځانګړو ځواکونو په هغو عملیاتو کې ونیول شو چې د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې پکې شاوخوا ۷۵ کسان وژل شوي دي. دا عملیات د وینزویلا په داخل کې ترسره شوي او د سختو نښتو سبب ګرځېدلي دي
د مادورو نیول کېدل او ورپسې د تېلو د پلور اعلان په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ځینې شنونکي دا د امریکا له لوري د ځواکمن سیاسي او اقتصادي فشار د بریا په توګه یادوي، خو نور بیا وایي چې دا کړنه ښيي واشنګټن چمتو دی د خپلو ګټو لپاره له پخوانیو دریځونو تېر شي او له هغو حکومتونو سره هم معامله وکړي چې مخکې یې پر ضد کلک دریځ درلود
اقتصادي کارپوهان وایي، د ۵۰ میلیونه بېرلو تېلو پلور به د نړیوالو تېلو پر بازار اغېز ولري او ښايي د بیو په ثبات کې رول ولوبوي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې نړیوال بازار د انرژۍ له بېثباتۍ سره مخ دی. د دوی په وینا، امریکا کولای شي د دې تېلو له لارې هم اقتصادي ګټه ترلاسه کړي او هم د وینزویلا د راتلونکي سیاسي مسیر پر ټاکلو نفوذ ولري
له بلې خوا، د وینزویلا دننه سیاسي ډلې او د مادورو پلویان دا پېښې «بهرنۍ لاسوهنه» بولي او د هغه نیول یې د هېواد پر ملي حاکمیت برید بللی دی. خو د امریکا حکومت ټینګار کوي چې دا اقدامات د نړیوالو قوانینو، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې او د سیمې د ثبات لپاره ترسره شوي دي
د نیکولاس مادورو د محاکمې پایله، د وینزویلا د تېلو د پلور څرنګوالی او د امریکا ـ وینزویلا نوې همکاري به په راتلونکو میاشتو کې د سیمې او نړۍ پر سیاسي او اقتصادي معادلو ژور اغېز ولري؛ داسې اغېز چې ښايي د لاتینې امریکا د راتلونکي سیاست بڼه هم بدله کړي