news اخبار فوری
clock

کابل — د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په دوو کلونو کې ۴۰ سلنه کمه شوې

کابل — د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په دوو کلونو کې ۴۰ سلنه کمه شوې

بریانیوز:( شنبه۲۰  جدی۱۴۰۴)  د طالبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په تېرو دوو کلونو کې په څرګند ډول راټيټه شوې او شاوخوا ۴۰ سلنه کموالی پکې راغلی دی. دغه وزارت وايي، اقتصادي محدودیتونه، سرحدي ستونزې او سیاسي ترینګلتیاوې د دې کمښت مهم لاملونه دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د شنبې په ورځ (۲۰ جدی) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۲ میلیارده او ۴۶۱ میلیون ډالرو ته رسېده، خو دا کچه په ۲۰۲۵ کال کې ۱ میلیارده او ۷۶۶ میلیون ډالرو ته راټيټه شوې ده.

صادرات او واردات دواړه راکم شوي

د نوموړي په وینا، د افغانستان صادرات پاکستان ته هم د پام وړ کم شوي دي. د وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ته شاوخوا ۸۱۷ میلیون ډالره توکي صادر کړي وو، خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه ۵۰۵ میلیون ډالرو ته راکمه شوې ده

همداراز، د پاکستان څخه افغانستان ته واردات هم کمښت ښيي. که څه هم افغانستان لا هم له پاکستانه زیات واردات کوي، خو د وارداتو ارزښت له ۱ میلیارده او ۶۴۴ میلیون ډالرو (۲۰۲۴) څخه ۱ میلیارده او ۲۶۱ میلیون ډالرو (۲۰۲۵) ته راټيټ شوی دی

نږدې ۷۰۰ میلیون ډالرو تاوان

عبدالسلام جواد زیاته کړې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسمي احصایو له مخې، د ۲۰۲۵ کال سوداګریز حجم د تېر کال په پرتله شاوخوا ۶۹۵ میلیون ډالره کموالی ښيي. دا کمښت نه یوازې پر دولتي عوایدو اغېز کړی، بلکې د سوداګرو، ترانزیټي شرکتونو او زرګونو کارګرانو پر اقتصادي وضعیت یې هم منفي اغېز اچولی دی

اقتصادي اندېښنې او راتلونکی

اقتصادي شنونکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د دواړو هېوادونو لپاره حیاتي ارزښت لري، خو د سرحدي بندیزونو، د تګ راتګ محدودیتونو، سیاسي اختلافاتو او د ترانزیټي لارو د ستونزو له امله دا اړیکې زیانمنې شوې دي. هغوی ټینګار کوي چې که دواړه لوري د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره جدي ګامونه وانخلي، دا کمښت به په راتلونکو کلونو کې لا پسې ژور شي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وروستۍ شمېري ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې له جدي ننګونو سره مخ دي. د نږدې ۷۰۰ میلیون ډالرو کمښت نه یوازې د اقتصاد لپاره یو خبرداری دی، بلکې د دې اړتیا هم څرګندوي چې د سیمې هېوادونه باید له سیاسي اختلافاتو هاخوا، اقتصادي همکاریو ته لومړیتوب ورکړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto