نیو یارک / تهران د ایران پر حکومت د ملګرو ملتونو سخت غبرګون؛ انتونیو ګوترېش د تاوتریخوالي د درولو او د ولسي حقونو د درناوي غوښتنه وکړه
بریانیوز:( دو شنبه۲۲ جدی۱۴۰۴) د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترېش، د ایران له حکومت څخه غوښتي چې د هېواد په روانو پراخو ولسي اعتراضونو کې له زغم، ځانساتنې او بشپړ مسئولیت څخه کار واخلي او د لاریون کوونکو پر وړاندې د زور له کارولو ډډه وکړي
نوموړي د ټولنیزې شبکې «ایکس» (پخوانی ټویټر) له لارې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري د اعتراض کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه ډېر خواشینوونکي دي. د هغه په وینا، دا کړنې د خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوې دي، چې د نړیوالو بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دي
انتونیو ګوترېش لیکلي:
«زه د هغو راپورونو له اورېدو سخت خواشینی شوی یم چې ښيي ایراني چارواکو د لاریون کوونکو پر وړاندې له حده زیات زور کارولی، چې پایله یې د خلکو وژل کېدل او ټپي کېدل دي. د بیان ازادي، د ټولنو د جوړولو حق او د سوله ییزو غونډو حق باید په بشپړ ډول درناوی او خوندي شي
د ځانساتنې او زغم غوښتنه
د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ایراني چارواکو غوښتي چې تر ټولو لوړه کچه زغم وښيي او له غیر ضروري او نامناسب ځواک کارولو څخه ډډه وکړي. هغه ټینګار کړی چې د ولسي اعتراضونو ځپل د ستونزو حل نه دی، بلکې وضعیت لا پسې ترینګلی کوي
د انټرنېټ پرې کېدل؛ د معلوماتو پر وړاندې بندیز
ګوټرېش همدارنګه د هغو اقداماتو غوښتنه کړې چې د معلوماتو لاسرسی اسانه کړي، په ځانګړي ډول د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو بېرته فعالول. دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د ایران حکومت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اعتراضونو له پراخېدو سره سم، په بشپړ ډول انټرنېټ بند کړی دی
نړیوال بشري حقونهپالان وایي، د انټرنېټ پرې کېدل د خلکو د غږ چوپول او د نړۍ له سترګو د تاوتریخوالي پټولو هڅه ده. د هغوی په باور، دا کړنه د بیان د ازادۍ ښکاره سرغړونه ده
پراخ اعتراضونه او نړیواله اندېښنه
په وروستیو ورځو کې د ایران په ګڼو ښارونو کې ولسي اعتراضونه پراخ شوي، چې لامل یې اقتصادي ستونزې، ټولنیزې محدودې او سیاسي فشارونه بلل کېږي. د راپورونو له مخې، په دغو اعتراضونو کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي
نړیوالې ټولنې د ایران وضعیت ته په اندېښنه ګوري او د ملګرو ملتونو دا څرګندونې د نړیوال فشار د زیاتېدو نښه بلل کېږي. څارونکي وایي، که د تاوتریخوالي لړۍ ونه درېږي، نو ایران به له لا ژور سیاسي او ټولنیز بحران سره مخ شي