د نړیوال خوراکي پروګرام خبرداری: پنځه میلیونه افغان ښځې او ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي
بریانیوز:(جمعه۲۶ جدی۱۴۰۴) د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرامد افغانستان مشر خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې د خوارځواکۍ روان بحران په بې ساري ډول مخ په خرابېدو دی او دا وضعیت تر ټولو ډېر ښځې، نجونې او ماشومان اغېزمن کړي دي د افغانستان لپاره د رییس جان ایلیف د فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به شاوخوا پنځه میلیونه ښځې او ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي. د هغه په وینا، دا شمېرې د یوه خاموش بشري ناورین زنګ وهي، هغه ناورین چې که بېړنۍ مرسته ورسره ونه شي، پایلې به یې فاجعهبارې وي
ایلیف ټینګار کړی چې روان بحران د افغان ښځو او نجونو پر ژوند ژور او ویجاړونکي اغېز کړی دی. هغه ویلي:
«موږ وینو چې ښځې او میندې خپل خوراک قرباني کوي څو ماشومان یې لږ څه وخوري، خو کله چې هیڅ پاتې نه شي، نو پایله یې ناروغي، کمزوري او حتی مړینه ده
د نړیوال خوراکي پروګرام د مشر په وینا، نږدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري، ځکه چې هغوی د خوارځواکۍ له داسې مرحلې سره مخ دي چې که پر وخت یې درملنه ونه شي، د دوی فزیکي او ذهني وده به دایمي زیان وویني
هغه همدارنګه پر نړیوالې ټولنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، یوازې پرېښودل شوي دي. د ده په خبره، د مرستو کمښت، د بودجې نشتوالی او د نړۍ د پام اوښتی تمرکز د دې لامل شوی چې افغانستان له یوې بلې ژورې بشري فاجعې سره مخ شي د معلوماتو له مخې، بېکاري، فقر، اقتصادي بندیزونه، وچکالي او د روغتیايي خدمتونو کمزوري کېدل هغه مهم عوامل دي چې د خوارځواکۍ بحران یې لا پسې ژور کړی دی. په ډېرو سیمو کې کورنۍ نه یوازې کافي خواړه نه لري، بلکې د ماشومانو د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته هم لاسرسی نه لري
بشري مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې که بېړنۍ او دوامدارې مرستې برابرې نه شي، نو افغانستان به د ماشومانو د له لاسه ورکولو له داسې څپې سره مخ شي چې مخنیوی یې وروسته ناشونی وي
دا خبرداری یو ځل بیا نړیوالو ته دا پوښتنه راپورته کوي:
ایا نړۍ به د افغانستان د لوږې او خوارځواکۍ پر وړاندې چوپه پاتې شي، که به د میلیونونو بېګناه ماشومانو او ښځو د ژغورلو لپاره عملي ګامونه واخلي؟