بریانیوز:(شنبه۲۷جدی ۱۴۰۴) په هرات کې د طالبانو د ترافیک مدیریت ادارې د ښار په عامه او فرعي سړکونو د درېچرخه موټرو (ریکشو) د تګ راتګ د بندیز د لغوه کېدو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ټاکل شوی بندیز لا هم پر خپل حال پاتې دی
د هرات د ترافیک مدیر شیراحمد حجازي د پنجشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ، چې د درېچرخه موټرو پر تګ راتګ لګېدلی بندیز په هغو سیمو کې چې مخکې ټاکل شوې وې، په بشپړ ډول نافذ دی او هېڅ ډول بدلون پکې نه دی راغلی. هغه خبرداری ورکړ چې له سرغړونکو سره به د نافذه قوانینو له مخې جدي چلند وشي
حجازي زیاته کړه، هغه اوازې او راپورونه چې ګواکې د درېچرخه موټرو بندیز لغوه شوی، له حقیقته لرې دي او د خلکو د مغشوشولو سبب ګرځي. د هغه په وینا، د ترافیک نظم، د سړکونو خوندیتوب او د ښاریانو د ژوند ساتنه د دې پرېکړې اصلي موخه ده
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د چهارشنبې په ماښام یو شمېر ځایي سرچینو راپور ورکړی و چې ګواکې د درېچرخه موټرو پر تګ راتګ لګېدلی بندیز لغوه شوی او یوازې د مستوفیت – درب ملک مسیر لا هم تړلی پاتې دی. خو د ترافیک مدیریت تازه دریځ دا راپورونه په کلکه رد کړل
طالبانو د روانې میاشتې له ۱۳مې نېټې راهیسې په هرات ښار کې د درېچرخه موټرو پر تګ راتګ پراخ بندیز لګولی، چې له مخې یې دا وسایط نه یوازې په عمومي سړکونو، بلکې په ډېری فرعي لارو کې هم له ګرځېدو منع شوي دي. دغه پرېکړه د درېچرخه چلوونکو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده
د درې چرخه چلوونکي وايي، دا وسایط د هغوی یوازینۍ د عاید سرچینه ده او بندیز د سلګونو کورنیو اقتصادي وضعیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د هغوی په وینا، ډېری چلوونکي د بدیل کار زمینه نه لري او د بندیز دوام به فقر، بېروزګاري او ټولنیزې ستونزې لا زیاتې کړي
اقتصادي شنونکي باور لري، که څه هم د ترافیک نظم مهم دی، خو د داسې پرېکړو پر مهال باید د خلکو اقتصادي وضعیت هم په پام کې ونیول شي. د دوی په اند، د بدیلو لارو، ځانګړو مسیرونو یا د تدریجي محدودیتونو رامنځته کول کولی شي هم د ښار نظم وساتي او هم د بېوزله چلوونکو د ژوند کړاوونه راکم کړي
تر اوسه د درېچرخه چلوونکو د ستونزو د حل لپاره کوم روښانه بدیل یا اسانتیا نه ده اعلان شوې، او دا موضوع د هرات د ښاروالۍ او ترافیکي ادارو پر وړاندې یوه جدي ټولنیزه او اقتصادي ننګونه بلل کېږي