واشنګټن – د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د امریکایي وسلو سره د طالبانو پوځي پرېډ یو شرموونکی ننداره ده
واشنګټن – د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه خبري ناسته کې د طالبانو لهخوا د امریکایي پوځي تجهیزاتو په کارولو سره ترسره شوی پوځي پرېډ شرموونکی عمل» وباله او ویې ویل چې دا صحنې د امریکا لپاره د منلو وړ نه دي
ټرمپ وویل چې د «کثیفو سړکونو» پر مخ د امریکایي وسلو ننداره دا ښيي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په سمه او مسؤلانه بڼه نه دي ترسره شوي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا وضعیت د امریکا د پوځي ځواک او نړیوال حیثیت ته سخت زیان رسولی دی
د افغانستان وتل؛ «ناورین او رسوايي
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل «یو بشپړ ناورین» وباله او ویې ویل چې دا بهیر د پخواني ولسمشر جو بایډن د حکومت لپاره «یوه لویه رسوايي» وه. د هغه په وینا، د وتلو څرنګوالی نه یوازې د امریکا متحدینو ته زیان ورساوه، بلکې مخالفو ډلو ته یې دا پیغام ورکړ چې واشنګټن نور پیاوړی نه دی
ټرمپ وویل:
که زه له افغانستانه وتلی وای، نو په عزت او ځواک سره به وتلی وای. موږ واکمن وو؛ هغوی زموږ پر وړاندې هېڅ نه شوای کولی
هغه ادعا وکړه چې د ده د ولسمشرۍ پر مهال امریکا بشپړ کنټرول درلود او هر ډول وتل به د واضح پلان، قوي امنیتي تضمینونو او د امریکا د وقار په ساتلو سره ترسره شوي وای
د بګرام هوايي اډې پرېښودل؛ ستره تېروتنه
ټرمپ د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه لا نوره هم تېزه کړه او ویې ویل چې د بایډن اداره باید د بګرام هوايي اډه نه وای پرېښې. د هغه په وینا، بګرام یو له سترو او ستراتیژیکو پوځي مرکزونو څخه و، چې په سلګونو جریبه ځمکه یې درلوده او د سیمې د امنیت لپاره مهم رول لوبولی شوای
نوموړي وویل چې د بګرام پرېښودل نه یوازې پوځي تېروتنه وه، بلکې د امریکا د نفوذ او څار ستره وسیله یې له منځه یوړه
د کډوالۍ او امنیت په اړه سخت دریځ
د امریکا ولسمشر همدارنګه د کډوالۍ او ملي امنیت په اړه د خپل حکومت د تګلارو یادونه وکړه او اعلان یې وکړ چې د حماس د پلویانو ویزې لغوه شوې دي. هغه وویل، ټول هغه بهرني اتباع چې د «جهاد» ملاتړ کوي یا د امریکا د امنیت پر ضد فعالیتونه لري، له متحده ایالاتو څخه شړل شوي دي
ټرمپ ټینګار وکړ چې د ده حکومت به د امریکا د امنیت په برخه کې هېڅ ډول نرمښت ونه لري او زیاته یې کړه چې هېواد یې باید له هر ډول افراطي افکارو خوندي وساتل شي
سیاسي شننې او غبرګونونه
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د وتلو موضوع لا هم د امریکا په کورني سیاست کې یوه لانجمنه موضوع بلل کېږي. سیاسي شنونکي وايي، ټرمپ هڅه کوي د دې مسئلې له لارې د بایډن پر حکومت نیوکه وکړي او خپله امنیتي او پوځي تګلاره د بدیل په توګه مطرح کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان وضعیت او د امریکایي تجهیزاتو پاتې کېدل لا هم د نړیوالو بحثونو یوه مهمه موضوع ده