news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ننگرهار په سرحد کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته

د ننگرهار په سرحد کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته

ذبيح‌الله نوراني، د طالبانو د ننگرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې پېښه تائيد کړې ده.

بریانیوز ( سه‌شنبه، ٥ حوت ١٤٠٥)

هغه ويلي، چې دا نښته د سه شنبې په ورځ، د حوت په ۵مه، د ننگرهار د نازيانو ولسوالۍ د «کوت» سيمه کې پېښه شوې ده، او دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونه پر طالبانو ډزې وکړې.

هغه زياته کړې، چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان يو سرحدي پوسته له منځ وړی، او اوس مهال نښته ختم شوې ده.

بل خوا، ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د ننگرهار په اچين او دوربابا ولسواليو کې هم د دواړو لورو ترمنځ نښته روانه ده. سرچينې وايي، چې په دې دوو ولسواليو کې نښته لا هم روانه ده.

يو طالب چارواکي الجزيرې ته ويلي، چې د هېواد په ختيځ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.

دا نښته درې ورځې وروسته له هغې پېښه شوې، چې پاکستان په پکتیکا او ننگرهار ولايتونو هوايي بريدونه کړي وو.

طالبانو اعلان کړی و، چې دوی به د دغو بريدونو ځواب په مناسب وخت کې ورکوي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto