news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن – د امریکا کانګرس د ایران پر ضد د پوځي اقدام د مخنیوي طرحه رایو ته وړاندې کوي

واشنګټن –  د امریکا کانګرس د ایران پر ضد د پوځي اقدام د مخنیوي طرحه رایو ته وړاندې کوي

واشنګټن –  د امریکا کانګرس د ایران پر ضد د پوځي اقدام د مخنیوي طرحه رایو ته وړاندې کوي 

بریانیوز(جمعه ، ۸ حوت ١٤٠٤)

واشنګټن – د امریکا متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د امریکا د استازو مجلس او سنا یو شمېر غړو ژمنه کړې چې راتلونکې اوونۍ به داسې طرحه رایو ته وړاندې کړي چې له مخې به یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ونه شي کولای د کانګرس له رسمي اجازې پرته د ایران پر ضد پوځي اقدام ترسره کړي

د یادې طرحې پلویان وایي چې د جګړې او پوځي عملیاتو صلاحیت باید د ولس د استازو له لوري وکارول شي، ځکه چې د اساسي قانون له مخې د جګړې اعلانول د کانګرس واک دی، نه یوازې د ولسمشر. هغوی ټینګار کوي چې هر ډول پوځي پرېکړه باید د ملي ګټو، سیمه‌ییز ثبات او نړیوالو پایلو په پام کې نیولو سره او د قانوني بهیر له لارې ترسره شي

دغه نوښت په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ لفظي ناندرۍ او سیاسي فشارونه زیات شوي او د احتمالي پوځي ټکر اندېښنې راپورته شوې دي. د کانګرس غړي وایي چې د بېړني او یو اړخیز پوځي اقدام مخنیوی به هېواد له اوږدمهالو او لګښتمنو شخړو څخه وساتي.

بل لور ته ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د دې طرحې په اړه څرګند دریځ نه دی اعلان کړی، خو پخوا یې ویلي وو چې که د امریکا ملي ګټې له ګواښ سره مخ شي، نو پرېکنده اقدام به وکړي

سیاسي شنونکي باور لري چې که دا طرحه تصویب شي، نو دا به د امریکا په کورني سیاست کې یو مهم بدلون وي او هم به د منځني ختیځ پر روان وضعیت ژور اغېز وکړي. تمه کېږي چې راتلونکې اوونۍ به په کانګرس کې پر دې موضوع تود بحثونه وشي او وروستۍ پرېکړه به د امریکا او ایران د اړیکو راتلونکی مسیر روښانه کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto