مالیزیا وایي د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی اړین دی
-
امین الله
08 حوت 1404
131
د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی اړین دی.
بریانیوز( جمعه، ٨ حوت ١٤٠٤)
نوموړي، له دواړو لورو د زغم او خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.
ابراهیم د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي چې د پاکستان قانوني امنیتي اندېښنې باید په پام کې ونیول شي، خو همدارنګه د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی هم اړین دی. نوموړي زیاته کړه چې دا دواړه اصول یو له بل سره په ټکر کې نه دي، بلکې یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
انور ابراهیم وویل چې د دې ګاونډیو مسلمان هېوادونو ترمنځ د سرحدي پوځي عملیاتو او د ښکاره جګړې اعلانونه د ملکي تلفاتو رامنځته کیدل د سختې خواشینۍ وړ دي او په ځانګړې توګه یې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د تاوتریخوالي دوام ډېر دردناک وباله.
د مالیزیا لومړي وزیر د دواړو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې سمدستي ټول پوځي عملیات ودروي او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د خبرو مېز ته کښېني، څو د سیمې سولې او ثبات ته لاره هواره شي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1601
-
اخبار افغانستان
605
-
مقاله
254
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl