واشنګټن — د امریکا نوې تګلاره؛ له عربي هېوادونو د ایران پر وړاندې د جګړې د لګښت غوښتنه
بریانیوز:(سه شنبه،۱۱ حمل۱۴۰۵)
د سپینه ماڼۍ له لوري په یوه مهم او بحث پارونکي دریځ کې ویل شوي چې د ډونالډ ټرمپ اداره به له عربي هېوادونو وغواړي څو د ایLران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقداماتو لګښتونه پر غاړه واخلي
هغه لګښتونه چې د راپورونو له مخې په لسګونو میلیارډه ډالرو ته رسېږي
د امریکایي رسنیو د معلوماتو له مخې، د روانې میاشتې په پیل کې لوړپوړو چارواکو د د امریکا کانګرس غړو ته په یوه محرمه ناسته کې څرګنده کړه چې یوازې د جګړې د لومړیو شپږو ورځو لګښت شاوخوا ۱۱.۳ میلیارډه ډالره ته رسېدلی دی. دا شمېرې د جګړې د پراخوالي او مالي بار ژوروالی په ډاګه کوي
سرچینې زیاتوي چې سپینه ماڼۍ له کانګرس څخه د لږ تر لږه ۲۰۰ میلیارډه ډالرو اضافي پوځي بودیجې غوښتنه کړې، څو نه یوازې په ایران کې د نظامي کمپاین لګښتونه پوره کړي، بلکې د پنټاګون د مهماتو زیرمې هم بېرته ډکې شي
سیاسي شنونکي دا تګلاره د امریکا د ستراتیژیک فشار یوه برخه بولي، چې موخه یې د سیمې له شتمنو متحدینو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کول دي. خو بل لور ته، منتقدین خبرداری ورکوي چې دا ډول غوښتنې ښایي د منځني ختیځ د سیاسي توازن پر حساس وضعیت نور فشار هم واچوي
کارپوهان باور لري چې که دا پلان عملي شي، نو نه یوازې به د امریکا او عربي هېوادونو اړیکې نوې بڼه خپله کړي، بلکې د سیمې امنیتي وضعیت به هم له نوو ننګونو سره مخ شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?