news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د طالبانو د دفاع وزارت فارغان: “قومندانان د وزیر امر نه مني، وزیران بې‌واکه دي”

د طالبانو د دفاع وزارت فارغان: “قومندانان د وزیر امر نه مني، وزیران بې‌واکه دي”

د طالبانو د دفاع وزارت یو شمېر د پوځي اکاډمۍ فارغان شکایت کوي چې سره له دې چې د دفاع وزارت له خوا بېرته دندو ته ورغوښتل شوي، خو د قطعاتو قومندانان د وزیر رسمي مکتوبونه نه مني او هغوی پر دندو نه ګماري؛

بریانیوز( سه‌شنبه، ٢٥ حمل ١٤٠٥)

یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو د دفاع وزارت له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوي، وایي چې د قطعاتو او جزوتامونو قومندانان د دفاع وزیر رسمي مکتوبونه او لاسلیکونه نه مني او دوی بېرته پر دندو نه ګماري.

د دغو فارغانو په وینا، دوی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له پوځي اکاډمۍ څخه تر فراغت وروسته پر دندو ګمارل شوي وو، خو وروسته د تشکیلاتو د کمښت (تنقیص) په لړ کې له خپلو دندو ګوښه کړل شول. دوی زیاتوي چې وروسته د دفاع وزارت له خوا بېرته د دندو لپاره تایید شول، خو اوس له جدي ستونزو سره مخ دي.

یو تن فارغ وایي:

“موږ ته د دفاع وزارت له خوا مکتوب راکړل شو چې بېرته خپلو دندو ته ستانه شو، خو کله یوې قطعې ته ځو او کله بلې ته، هېڅوک مو نه مني او تعینات مو نه کېږي.”

دوی ادعا کوي چې د قطعاتو قومندانان ځانونه د دفاع وزیر څخه ډېر باصلاحیته ګڼي او د هغه رسمي هدایتونه له پامه غورځوي.

د یادو فارغانو په باور، د طالبانو په اوسني نظام کې وزیران یوازې د نوم او د وزارت د ودانۍ تر کچې محدود دي او عملي واک نه لري. د دوی په وینا، اصلي صلاحیتونه د ساحوي قومندانانو او ډلګیو د مشرانو په لاس کې دي.

یو بل فارغ وایي:

“په دې نظام کې وزیران یوازې تش نوم لري، خو واک د ډلګیو له مشرانو او محلي قومندانانو سره دی. هغوی هر څه پرېکړه کوي او د وزیر امر ورته ارزښت نه ورکوی.”

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto