سویډن د اسلامي امارت سره د اړیکو د بیا پيل لپاره مخکښ ګامونه اخلي
بریانیوز:(چهار شنبه،۲/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش)
د سویډن د کډوالو چارو وزیر اروپايي رسنیو ته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوی هېواد له اروپايي ټولنې سره په ګډه له اسلامي امارت سره د اړیکو د بیا پيل په هڅو کې تر ټولو مخکې دریځ خپل کړی دی. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د افغان کډوالو مسئله د اروپايي هېوادونو لپاره یوه ستره اندېښنه ګرځېدلې او د حل لپاره یې نوې لارې چارې لټول کېږي
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د اسلامي امارت یو تخنیکي پلاوی د سویډن او د اروپايي ټولنې د اجرایي ادارې په بلنه د اوړي له پیل مخکې د بلجیم پلازمېنې ته سفر وکړي. ویل کېږي چې په دې سفر کې به د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو، د هغوی د اوسني حالت ارزونې او د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ پر لارو چارو ژورې او هر اړخیزې خبرې وشي
دغه ناسته د بلجیم په نوښت جوړېږي او تمه ده چې د بېلابېلو اروپايي هېوادونو استازي به هم پکې ګډون وکړي
دا غونډه به نه یوازې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ګډ دریځ د رامنځته کولو هڅه وي، بلکې له اسلامي امارت سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل لپاره به هم یو مهم ګام وبلل شي
پوهان او شنونکي باور لري چې دا ډول هڅې کولای شي د افغان کډوالو د ستونزو په کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي، خو ټینګار کوي چې دا بهیر باید له پوره ځیرکتیا او حساب شوي ګامونو سره پرمخ یوړل شي، څو د انساني حقونو خونديتوب، اقتصادي ټینګښت او ټولنیز ثبات تضمین شي
په ورته وخت کې ویل کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړونه به د دې بهیر بنسټیزه برخه وي
که چېرې دا هڅې بریالۍ شي، نو ښایي د افغان کډوالو د ستونزې د حل ترڅنګ د سیمې په کچه د ثبات او همکارۍ لپاره هم نوې هیلې وزېږوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?