د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د اروپايي ټولنې استازي ترمنځ پر اړیکو او همکارۍ خبرې
بریانیوز:(چهار شنبه،۲/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش)
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي جیلز برټرنډ سره کتلي او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه مهمې خبرې شوې دي
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د دوامدارو همکاریو پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وشو. دواړو لورو ټینګار کړی چې د اړیکو پراخوالی کولی شي د ګډو ګټو د خوندي کولو ترڅنګ د اوږدمهاله پرمختګ لپاره هم لاره هواره کړي
محمد نعیم د بشري مرستو له دوام څخه مننه څرګنده کړه او ویې ویل چې اړینه ده دا مرستې له لنډمهالو پړاوونو ووځي او پر دوامدارو پراختیايي چارو بدلې شي، څو هېواد وکولای شي پر خپلو پښو ودریږي او اقتصادي ځان بسیا ته ورسېږي
نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې د بنسټیزو برخو لکه کرنې، صنعت او سوداګرۍ پیاوړتیا کولی شي د خلکو ژوند ښه کړي او د بېوزلۍ کچه راټیټه کړي
بل لور ته، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي څرګنده کړه چې د افغانستان لپاره د اروپا بازارونه پرانیستي دي او افغان سوداګر کولی شي خپل توکي، په ځانګړي ډول وچه مېوه، دغو بازارونو ته صادر کړي. هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ پراخوالی به د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي
شنونکي باور لري چې که دا ډول خبرې عملي بڼه خپله کړي، نو نه یوازې به اقتصادي اړیکې پیاوړې شي، بلکې د دواړو لورو ترمنځ به باور هم زیات شي او د راتلونکو همکاریو لپاره به نوی فصل پرانیستل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?