news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل – د بهرنیو چارو وزارت: په قطر کې مېشت افغانان کولای شي په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي

کابل – د بهرنیو چارو وزارت: په قطر کې مېشت افغانان کولای شي په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي

کابل – د بهرنیو چارو وزارت: په قطر کې مېشت افغانان کولای شي په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي

بریانیوز:( شنبه،۵ ثور۱۴۰۵)

کابل – د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هغه افغانان چې دا مهال په قطر کې د امریکا ویزو ته په تمه دي، کولای شي په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه شي او وروسته د نورو هېوادونو ته د تګ په اړه پرېکړه وکړي

د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېڅ افغان به په زور بل هېواد ته ونه لېږدول شي. چارواکو ویلي چې راستنېدونکي کولای شي “په عزت او امنیت” خپل هېواد ته ستانه شي او خپل راتلونکی مسیر له دې ځایه تنظیم کړي

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې د هغو افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي چې د امریکا د ویزو په تمه په درېیمو هېوادونو کې مېشت دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلونونو وروسته قطر ته انتقال شوي وو

وزارت همداراز ویلي چې له نورو هېوادونو سره د افغانانو د حقونو د ساتنې لپاره د کونسلي همکاریو او منظم میکانیزم په چوکاټ کې همکارۍ ته چمتو دی. د خبرپاڼې له مخې، دا هڅې به د دې لامل شي چې افغانان وکولای شي خپل قانوني حقونه په اسانه توګه ترلاسه کړي او له نامعلوم برخلیک سره مخ نه شي

شنونکي وایي، که څه هم دا وړاندیز د “خپلواک انتخاب” په نوم وړاندې کېږي، خو عملي شرایط به د راستنېدونکو لپاره مهم وي، په ځانګړي ډول د کار، امنیت او د بیا میشتېدو امکانات. د دوی په باور، د دې پالیسۍ بریالیتوب به تر ډېره د عملي تطبیق او نړیوالو همکاریو پورې تړلی وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto