news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د یو اتیا یمې دورې مرستیال وټاکل شو

نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د یو اتیا یمې دورې مرستیال وټاکل شو

نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د یو اتیا یمې دورې مرستیال وټاکل شو

بریانیوز - چهارشنبه، ١٣ جوزا ١٤٠٥

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې پرون د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د دې سازمان د عمومي اسامبلې د یو اتیا یمې دورې د مرستیال په توګه وټاکه

په همدې غونډه کې د بنګله‌دېش دایمي استازی خلیل‌الرحمن د عمومي اسامبلې د یادې دورې د رئیس په توګه وټاکل شو. ورسره هممهاله د عمومي اسامبلې د اصلي کمېټو د مشرتابه غړي هم غوره شول

نصیر احمد فایق له خپلې ټاکنې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې افغانستان ویاړي چې د دې مهمې نړیوالې غونډې د مرستیالانو له ډلې ټاکل شوی او هیله لري چې د ټاکل شوي رئیس او د غړو هېوادونو په نږدې همغږۍ سره د عمومي اسامبلې د موخو او مسئولیتونو د پرمخ بېولو په برخه کې اغېزمنه ونډه واخلي

هغه زیاته کړې چې د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا، د ګډو ننګونو پر وړاندې همغږي او د ملګرو ملتونو د اساسي موخو ملاتړ هغه برخې دي چې افغانستان غواړي په کې رغنده رول ولوبوي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مرستیالان د غونډو په تنظیم، د کاري بهیر په همغږۍ او د سازمان د بېلابېلو چارو په پرمخ وړلو کې مهم مسئولیتونه لري

د نصیر احمد فایق ټاکنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان لا هم په نړیوالو فورمونو کې د خپل استازیتوب او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا هڅې روانې ساتلې دي. دا چاره د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان د حضور او ونډې لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto