د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال: رسنۍ دې د ملي یووالي او کره خبرونو په خپرولو کې فعاله ونډه واخلي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال: رسنۍ دې د ملي یووالي او کره خبرونو په خپرولو کې فعاله ونډه واخلي
بریانیوز پنجشنبه- ١۸ سرطان ١٤٠٥
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي په رسنیو د هېواد د فکري او ټولنیز پرمختګ مهم رول یاد کړی او له خبریالانو یې غوښتي چې د اوازو او ناسم تبلیغاتو پر وړاندې ودرېږي، کره او مستند خبرونه خپاره کړي او د ملي یووالي، اسلامي نظام او د هېواد د لاسته راوړنو په انعکاس کې فعاله ونډه واخلي
نوموړي دغه څرګندونې په پنجشېر ولایت کې د خبریالانو او فرهنګي فعالانو لپاره د فکري، عقیدوي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه جوړ شوي یو ورځني روزنیز سیمینار کې وکړې
مهاجر فراهي ټینګار وکړ چې رسنۍ د ټولنې د پوهاوي او عامه افکارو په رامنځته کولو کې مهم مسئولیت لري او باید د اسلامي امارت د مشر فرمانونه او ملي ارزښتونه په سمه توګه خلکو ته ورسوي
هغه همداراز وویل چې هېواد په اقتصادي برخه کې بېلابېلې لاسته راوړنې لري او ادعا یې وکړه چې د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه د پاکستان په دننه کې د شر، فساد او خوارجو پر مرکزونو پلان شوي هوايي عملیات ترسره شوي، چې د ده په وینا دا د هېواد د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا څرګندونه کوي
په همدې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند خبیب غفران هم وویل چې د خبریالانو لیکنې او راپورونه د تاریخ برخه ګرځي، له همدې امله رسنۍ باید د پېښو په ثبت، د ټولنې په پوهاوي او د کره معلوماتو په خپرولو کې خپل مسئولیت په پوره صداقت ترسره کړي
هغه د پنجشېر د سیمهییزو رسنیو د فعالیتونو ستاینه وکړه او له خبریالانو یې وغوښتل چې د مستندو او دقیقو خبرونو په خپرولو سره د اوازو او تفرقې مخه ونیسي، د ملي یووالي، هیلهمندۍ او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره رغنده رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?