تهران/واشنګټن – د ایران او امریکا کړکېچ؛ د توغندیزو بریدونو تر څنګ د هرمز تنګي د تړل کېدو اندېښنې زیاتې شوې
تهران/واشنګټن – د ایران او امریکا کړکېچ؛ د توغندیزو بریدونو تر څنګ د هرمز تنګي د تړل کېدو اندېښنې زیاتې شوې
بریانیوز دوشنبه - ۲۲ سرطان ١٤٠٥
د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ د څو ورځنیو متقابلو بریدونو له دوام وروسته لا پسې پراخ شوی او د هرمز تنګي د تړل کېدو په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې دي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، وروسته له هغې چې د قبرس تر بیرغ لاندې یوه باروړونکې بېړۍ په هرمز تنګي کې په نښه شوه، امریکایي ځواکونو د ایران دننه پر یو شمېر پوځي هدفونو بریدونه کړي دي. د سنټکام په وینا، دغه بریدونه د امریکایي ځواکونو او نړیوالو سمندري لارو د امنیت د خوندي کولو په موخه ترسره شوي دي
په ورته وخت کې، د هرمز تنګي امنیت یو ځل بیا د نړیوالو بحثونو مهمه موضوع ګرځېدلې ده. اقتصادي شنونکي وایي، که په دې ستراتیژیکه سمندري لاره کې د بېړیو تګ راتګ له خنډ سره مخ شي، نو د نړۍ د تېلو او سوداګرۍ پر بازارونو به پراخ اغېز وکړي
د وروستیو پوځي پرمختګونو په دوام، نړیوالو بنسټونو او یو شمېر هېوادونو له ایران او امریکا غوښتي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي او اختلافونه د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1705
-
اخبار افغانستان
846
-
مقاله
553
-
سیاست
190
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl