آصف دراني: د هرمز تنګي په اړه د ټرمپ څرګندونو ته ولې چوپتیا؟
بریانیوزسه شنبه - ۲۳ سرطان ١٤٠٥
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د کنټرول په اړه د څرګندونو په تړاو د نړیوالو پر دریځونو پوښتنې راپورته کړې دي
د جولای په ۱۴مه، په خپل «ایکس» حساب کې لیکلي چې کله ټرمپ وايي امریکا به د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې واخلي او په بدل کې به پیسې ترلاسه کړي، ولې نړیواله ټولنه پراخ غبرګون نه ښيي؟
هغه زیاته کړې، که ایران ورته دریځ نیولی وای او د هرمز تنګي د کنټرول یا ورته غوښتنې خبره یې کړې وای، نو دا موضوع به په نړیواله کچه پر یوې لویې لانجې او رسنیز جنجال بدله شوې وای
دراني د نړیوالو غبرګونونو په اړه د دوهګوني چلند پوښتنه مطرح کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالو مسایلو په اړه باید یو شان معیارونه پلي شي
د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او انرژۍ د لېږد له تر ټولو مهمو سمندري لارو څخه دی، چې هر ډول امنیتي کړکېچ یې د سیمې او نړیوال اقتصاد لپاره مهمې پایلې لرلی شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1705
-
اخبار افغانستان
847
-
مقاله
554
-
سیاست
192
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl