پوتین: روسیه به د خپلو وسلهوالو ځواکونو عصري کول دوام ورکړي
بریانیوزسه شنبه - ۲۳ سرطان ١٤٠٥
مسکو – د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هېواد به یې د وسلهوالو ځواکونو د عصري کولو بهیر ته دوام ورکړي او د دفاعي صنعت په برخه کې به نوې لاسته راوړنې ترلاسه کړي
د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» راپور ورکړی چې پوتین دغه څرګندونې د «بریا لپاره هر څه» تر نوم لاندې په یوه غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د «خلکو جبهې» غورځنګ له لوري جوړه شوې وه
پوتین ټینګار کړی چې روسیه د خپل دفاعي توان د پیاوړتیا لپاره پر نویو پوځي ټکنالوژیو او پرمختللو تجهیزاتو پانګونه کوي او هڅه کوي چې د دفاعي صنعت په برخه کې خپل پرمختګونه لا پراخ کړي
د روسیې ولسمشر په داسې حال کې د وسلهوالو ځواکونو د پیاوړتیا خبره کړې چې مسکو له نړیوالو امنیتي ننګونو او روانو پوځي فشارونو سره مخ دی
شنونکي وايي، د روسیې د دفاعي صنعت د پراختیا اعلانونه د دې ښکارندويي کوي چې مسکو غواړي په نړیوال امنیتي ډګر کې خپل پوځي نفوذ وساتي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1705
-
اخبار افغانستان
847
-
مقاله
554
-
سیاست
193
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl