news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خام مواد : قزاقستان د صنعتي ودې لپاره له افغانستان او قرغیزستان سره د خامو موادو هوکړې کړې

خام مواد : قزاقستان د صنعتي ودې لپاره له افغانستان او قرغیزستان سره د خامو موادو هوکړې کړې

خام مواد : قزاقستان د صنعتي ودې لپاره له افغانستان او قرغیزستان سره د خامو موادو هوکړې کړې

بریانیوزچهار شنبه - ۲۴ سرطان ١٤٠٥

 د قزاقستان د صنعت او ودانیزو چارو وزیر اعلان کړی چې هېواد یې د فلزي صنعت د اړتیا وړ خامو موادو د تأمین لپاره له افغانستان او قرغیزستان سره هوکړو ته رسېدلی دی

 د راپور له مخې، یرسعین ناګاسپایف د قزاقستان د حکومت په غونډه کې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد د فلزي صنعت تولید ۹۷.۳ سلنه ثبت شوی دی

هغه ویلي، د تولید په کچه کې لږ بدلون د ځینو صنعتي مرکزونو د پلان شوو ترمیماتو او د کورنیو معدني سرچینو د کمېدو له امله رامنځته شوی، خو د خامو موادو د برابرولو لپاره د نوو اقداماتو په پلي کېدو سره د صنعت وضعیت بېرته ښه شوی دی

د قزاقستان د صنعت وزیر زیاته کړې چې کورنیو تولیدونکو د مسو، جست او سرو زرو د خامو موادو عرضه لوړه کړې او د معدني موادو د انتقال بهیر هم بېرته پیل شوی دی

نوموړي ویلي، له افغانستان او قرغیزستان سره د معدني خامو موادو د واردولو هوکړې د قزاقستان د فلزي صنعت لپاره د دوامدارو سرچینو د برابرولو په موخه شوې دي

ناګاسپایف همدارنګه ویلي چې د قزاقستان تولیدي سکتور د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ۹.۸ سلنه وده کړې او دا پرمختګ تر ډېره د نویو صنعتي پروژو او فابریکو د فعالیت له پیل سره تړاو لري

د هغه په وینا، تر اوسه د ۲۵۲ میلیارده ټنګو په ارزښت ۷۴ پانګیزې پروژې بشپړې شوې چې زرګونه کاري فرصتونه یې رامنځته کړي، او حکومت پلان لري چې د کال تر پایه نورې سترې پروژې هم عملي کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto