اعلاميه د کلمات» د ديني څېړنيز مرکز د رئيس مفتی سيف الله معتصم د سپکاوي ډکو څرګندونو د غندنې او د هغه د سمدستي استعفا غوښتنې په اړه
اعلاميه د کلمات» د ديني څېړنيز مرکز د رئيس مفتی سيف الله معتصم د سپکاوي ډکو څرګندونو د غندنې او د هغه د سمدستي استعفا غوښتنې په اړه
بریانیوزچهار شنبه - ۲۴ سرطان ١٤٠٥
د افغانستان د نورستانيانو قومي شورا په ژورې اندېښنې او خواشينۍ سره د «کلمات» د ديني څېړنيز مرکز د رئيس مفتی سيف الله معتصم وروستۍ څرګندونې، چې د نورستاني قوم او د نورستان د تاريخي، فرهنګي او هويتي جغرافیې ښکاره سپکاوی پکې شوی، په کلکو ټکو غندي
نورستانی قوم د افغانستان له لرغونو، عزتمندو او ريښهلرونکو قومونو څخه دی، چې د دې هېواد د تاريخ په اوږدو کې يې په ديني، علمي، فرهنګي، ټولنيزو برخو او د هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په دفاع کې ارزښتناک او نه هېريدونکي خدمتونه ترسره کړي دي. له همدې امله، د دغه قوم او د هغه د تاريخي ټاټوبي پر وړاندې هر ډول سپکاوی، تحقير او تبعيضي څرګندونې نه يوازې د نورستانيانو سپکاوی دی، بلکې د ملي يووالي، انساني کرامت او د افغانستان د ټولو خلکو ګډو ملي ارزښتونو ته هم زيان رسوي
د افغانستان د نورستانيانو قومي شورا باور لري چې د علمي، ديني او څېړنيزو بنسټونو مسؤلين بايد د اسلامي اخلاقو، عدالت، متقابل درناوي، بېطرفۍ او مسؤليتپالنې بېلګه وي. د يوه رسمي مسؤل له لوري سپکاوي کوونکې او تفرقې اچوونکې څرګندونې د داسې بنسټ له علمي او ديني رسالت سره په ټکر کې دي او د خلکو باور ته زيان رسوي
له همدې امله، د افغانستان د نورستانيانو قومي شورا لاندې غوښتنې لري:
۱. د مولوي سيف الله معتصم سمدستۍ استعفا د «کلمات» د ديني څېړنيز مرکز له رياست څخه؛ ځکه د نوموړي وروستيو څرګندونو د دې ادارې اعتبار او حيثيت ته جدي زيان رسولی دی
۲. له درنو نورستانيانو او د افغانستان له ټولو اتباعو څخه رسمي، څرګنده او علني بښنه غوښتل د دغو سپکاوي ډکو څرګندونو له امله او د رامنځته شويو زيانونو د جبران لپاره عملي اقدام
۳. د اړوندو قانوني او نظارتي مراجعو له خوا د «کلمات» د ديني څېړنيز مرکز د کړنو هر اړخيزه، خپلواکه او شفافه ارزونه، چې پکې لاندې موضوعات شامل وي:
د بوديجې او مالي سرچينو د لګښت څرنګوالی؛
د کارکوونکو د ګومارنې، ټاکنې او استخدام بهير؛
په اداري جوړښت کې د وړتيا، عدالت، شفافيت او توازن د اصل مراعات؛
د افغانستان د بېلابېلو قومونو د علماوو د ګډون او حضور کچه؛
د دې ادارې د علمي، څېړنيزو، ديني او ملي يووالي د موخو د تحقق ارزونه
۴. د قانوني او اداري تدبيرونو نيول ترڅو په دولتي، علمي او ديني ادارو کې د هر ډول سپکاوي، تبعيضي او تفرقې اچوونکو څرګندونو د تکرار مخه ونيول شي
د افغانستان د نورستانيانو قومي شورا يو ځل بيا ټينګار کوي چې د نورستانيانو د عزت، هويت، مشروع حقونو او تاريخي مقام دفاع زموږ قانوني حق او ملي مسؤليت دی
موږ د افغانستان د هر قوم، ژبې، مذهب او سيمې پر وړاندې هر ډول سپکاوی، تبعيض او کرکه خپرونه په کلکه ردوو او له اړوندو مسؤلانو څخه غواړو چې د عدالت، شفافيت او د قانون د حاکميت پر بنسټ دې موضوع ته جدي او بېطرفه رسېدنه وکړي
په پای کې، د افغانستان د نورستانيانو قومي شورا د هېواد له ټولو علماوو، علمي او فرهنګي شخصيتونو، مدني بنسټونو، رسنيو او وطنپالو څخه غوښتنه کوي چې د انساني کرامت، ملي يووالي، متقابل درناوي او د هر ډول تبعيض او کرکې خپرونې پر ضد په ګډه او مسؤلانه درېځ خپل کړي
په درنښت
د افغانستان د نورستانيانو قومي شورا
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?