د امریکا دفاع وزیر: عراق دې له ایران سره تړلې وسلهوالې ډلې کنټرول کړي
بریانیوزچهار شنبه - ۲۴ سرطان ١٤٠٥
واشنګټن – د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګست ویلي، عراق باید خپل ملي حاکمیت پیاوړی کړي او اجازه ور نه کړي چې له دولت څخه بهر وسلهوالې ډلې د هېواد پر امنیتي چارو اغېز ولري
هېګست د سېشنبې په ورځ واشنګټن ته د عراق د لومړي وزیر د سفر پر مهال ویلي، بغداد باید هغه وسلهوالې ډلې بېوسلې کړي چې د ده په وینا، له ایران سره تړاو لري
نوموړي ټینګار کړی چې د عراق امنیت او ثبات د دې غوښتنه کوي چې ټولې وسلهوالې ډلې د دولت تر بشپړ کنټرول لاندې فعالیت وکړي او د هېواد قانوني بنسټونه پیاوړي شي
د امریکا دفاع وزیر ویلي، واشنګټن د یوه خپلواک، باثباته او له بهرنۍ لاسوهنې څخه د خوندي عراق ملاتړ کوي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په عراق کې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو او د هغوی د سیمهییز نفوذ په اړه بحثونه لا هم روان دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1708
-
اخبار افغانستان
851
-
مقاله
560
-
سیاست
201
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl