news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مسکو : روسیه په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

مسکو : روسیه په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

مسکو : روسیه په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

بریانیوز - پنجشنبه ٢۵ سرطان ١٤٠٥

مسکو – روسیې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو، د ماشومانو د مړینې د کچې لوړېدو او د پولیو ناروغۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د افغانستان د اوسني بشري وضعیت یوه لویه برخه د کابل لپاره د نړیوالو مرستو د سیاسي کېدو له امله رامنځته شوې ده

زاخارووا د نړیوال روغتیا سازمان د شمېرو په حواله ویلي، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دغو سیمو کې تر ۱۰ کلونو کم عمره ګڼ شمېر ماشومان واکسین شوي نه دي

هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه هم لا لوړه ده او د هر زرو زیږونونو پر وړاندې ۳۳.۱ مړینې ثبتېږي، چې د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار کړی چې د افغانستان بشري وضعیت د دوامدارو مرستو او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو اړتیا لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto