news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

حبیب الرحمن حکمتیار: د واقعیتونو انکار د جګړو اصلي لامل دی؛ افغانستان هم د همدې ستونزې قرباني دی

حبیب الرحمن حکمتیار: د واقعیتونو انکار د جګړو اصلي لامل دی؛ افغانستان هم د همدې ستونزې قرباني دی

د حزب اسلامي مخکش غړی انجینر حبیب الرحمن حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې، د مشهور تاریخ‌پوه او لیکوال یووال نوح هراري د نظر په استناد ویلي، چې د نړۍ ډېری کورنۍ او نړیوالې شخړې هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې یو لوری د مقابل لوري شتون، هویت او واقعیت ونه مني او یا یې په بشپړه توګه له پامه وغورځوي.

بریانیوز- یکشنبه، ٢٨ سرطان ١٤٠٥

هغه ویلي، د تاریخ تجربې ښيي چې د واقعیتونو انکار د سولې پر ځای د جګړو، تاوتریخوالي او اوږدمهالو بحرانونو لامل ګرځي. د نوموړي په وینا، هغه مهال چې یو لوری ځان مطلق برحق او بل لوری بې‌اعتباره وبولي، د تفاهم او سوله‌ییز حل ټولې لارې تړل کېږي.

حکمتیار د بېلګو په توګه ویلي، د اسراییل له لوري د فلسطینیانو د ملي او سیاسي شتون نه‌ منل، په اوکراین کې روانه جګړه، پر ایران د امریکا بریدونه او د خلیج پر هېوادونو د ایران حملې، ټولې هغه بېلګې دي چې د یو بل د واقعیتونو د نه‌ منلو له امله رامنځته شوې دي.

نوموړي د افغانستان روان وضعیت ته په اشارې سره ویلي، د طالبانو له لوري د هغو شخصیتونو، سیاستوالو، رهبرانو او سیاسي ګوندونو نه‌ منل چې د دوی له تګلارې سره مخالف دریځ لري، همدارنګه د ښځو، د نجونو د زده‌کړو او د پرمختللې ټکنالوژۍ پر وړاندې د هغوی چلند، د مقابل لوري د واقعیت د نه‌ منلو څرګندې بېلګې دي.

د هغه په وینا، کله چې یو لوری زیات ځواک او واک په اختیار کې ولري، د دې پر ځای چې واقعیتونه ومني، د اختلافاتو د حل لپاره خبرې او تفاهم ته مخه کړي او د ګډ ژوند زمینه برابره کړي، هڅه کوي مقابل لوری په بشپړه توګه له سیاسي او ټولنیز ډګره حذف کړي، چې پایله یې د جګړو دوام، بې‌ثباتي او د ټولنو ژور وېش وي.

حبیب الرحمن حکمتیار په پای کې هیله څرګنده کړې چې د جګړو او تقابل پر ځای، د ټولو لورو شتون، مشروع حقونه او واقعیتونه ومنل شي. د نوموړي په باور، یوازې د متقابل درناوي، زغم او واقعیت‌پالنې له لارې افغانستان او نړۍ تلپاتې سولې او ثبات ته رسېدای شي، او خلک به نور د جګړو، ناامنۍ او سیاسي فشارونو له امله د خپل وطن پرېښودو او کډوالۍ ته نه اړ کېږي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto