news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د نیمروز خونړۍ پېښه؛ UNHCR: د امنیت او ښه ژوند لپاره باید هېڅوک خپل ژوند قرباني نه کړي

د نیمروز خونړۍ پېښه؛ UNHCR: د امنیت او ښه ژوند لپاره باید هېڅوک خپل ژوند قرباني نه کړي

ملګرو ملتونو د نیمروز د خونړۍ پېښې په اړه خبرداری ورکړ: هېڅوک دې د امنیت او ښه ژوند لپاره خپل ژوند له خطر سره نه مخ کوي

بریانیوز- دوشنبه ٢٩ سرطان ١٤٠٥

بریا نیوز – نیمروز: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په نیمروز ولایت کې د قاچاقي سفر پر مهال د پنځو افغانانو د مړینې له پېښې وروسته خبرداری ورکړی چې هېڅوک باید د امنیت او د ښه ژوند د موندلو لپاره خپل ژوند په خطرناکو او ناقانونه سفرونو کې له خطر سره مخ نه کړي.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هغو ۱۴ نورو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي، چې د همدې پېښې پر مهال ورک شوي دي.

د UNHCR په وینا، دا غمجنه پېښه د ناقانونه او خطرناکو سفرونو د درنې انساني بیې څرګندونه کوي او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې خلکو ته باید د ملاتړ، د ژوند د ښه کېدو او خوندي، قانوني کډوالۍ فرصتونه برابر شي، څو اړ نه شي خپل ژوند په داسې خطرناکو لارو کې واچوي.

دی ادارې زیاته کړې چې د خپلو همکارو بنسټونو په مرسته په سیمه کې حضور لري او د قربانیانو له کورنیو سره بشري مرستې کوي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا اته ورځې وړاندې له زرنج ښار څخه یو موټر، چې له ۱۹ څخه تر ۲۱ کسانو یې لېږدول، د ایران پر لور روان شوی و، خو د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ په دښت مارګو کې د شګو له سخت توپان، سختې ګرمۍ او د موټر د خرابېدو له امله مسافر بند پاتې شول.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند، ګل‌محمد قدرت، پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې یاد کسان د سختو اقلیمي شرایطو، تندې او د لارې د ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي سرچینې وایي، موټر څو ځله د شګو په غونډیو کې بند پاتې شوی و. تر اوسه د پنځو کسانو جسدونه موندل شوي، خو د ۱۴ نورو کسانو برخلیک لا هم نه دی معلوم.

د سرچینو په وینا، د مړو شویو کسانو یو شمېر د بلخ ولایت او یو شمېر د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې انځورونه ښيي چې د قربانیانو جسدونه د دښت مارګو په شګلنو سیمو کې پراته وو او ځینې یې تر شګو لاندې شوي وو.

کارپوهان او بشري بنسټونه وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ د نیمروز قاچاقي لارې لا هم د کډوالو لپاره له تر ټولو خطرناکو لارو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال پکې ګڼ افغانان د تندې، ګرمۍ، ورکېدو، د قاچاقبرو د ناوړه چلند او نورو پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto